ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اجرايه رياست خپله عبدالله عبدالله پر غاړه اخلي

اجرايه رياست خپله عبدالله عبدالله پر غاړه اخلي

author avatar
24 Sep 2014 - 17:56
اجرايه رياست خپله عبدالله عبدالله پر غاړه اخلي
author avatar
24 Sep 2014 - 17:56

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٣): باوري سرچينې وايي، چې د ملي يووالي حکومت کې د اجرايي رياست دنده خپله عبدالله عبدالله په غاړه اخلي.

عبدالله ته يوه نږدې سرچينه وايي، دغه تصميم نه بدلېدونکى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي يووالي حکومت  د جوړښت پر سر د خبرو اترو له پيله خپله عبدالله د بحث مطرحه څېره وه او شوې هوکړه هم دا ډول شوې ده.

دغې سرچينې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د چنګاښ مياشتې د ١٧مې نېټې ګډې  اعلاميې ته په اشارې سره وويل، هوکړه داسې شوې چې دويم نوماند (د ټاکنو بايلونکى) به د اجرايي رييس په توګه ټاکل کېږي.

خو د هوکړه ليک په متن کې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو تر اعلان وړاندې د دواړو نوماندانو تر منځ لاسليک شوى، د اجرايي رياست پست په بايلونکي نوماند پورې  نه دى منحصر شوى.

د وږي په ٣٠مه د لاسليک شوي هوکړه ليک په ٣٠مه ماده کې ويل شوي دي، د حکومت اجرايه رييس د دويم نوماند په وړانديز د ولسمشر د هوکړې له مخې ټاکل کېږي.

د دغې هوکړې له مخې، اجرايه رييس او مرستيالان يې د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې معرفي کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ولسمشريزو ټاکنو کې به د عبدالله عبدالله لومړى او دويم مرستيال هر يو محمدخان او محمدمحقق په اجرايه رياست کې هم د مرستيالانو په توګه پاتې شي، خو سرچينې وويل چې لا هم څرګنده نه ده، چې د  حکومت د اپوزيسيون مشري به څوک کوي.

ټاکل شوې، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د تلې په ٧ مه (راتلونکې دوشنبې ورځ) تر سره شي.

بل خوا تېره ورځ د مشرانو جرګې ځينو غړو له عبدالله عبدالله څخه غوښتنه وکړه، چې د اجرايه رياست مشري دې خپله وکړي.

دوى وويل، څرنګه چې عبدالله د خپل ټيم د پروګرامونو په سر کې و او د اشرف غني له ټيم سره يې د ټولو سياسي خبرو اترو مشري کوله، د دې ترڅنګ يې خلکو ته په حکومت کې د اصلاحاتو ژمنې ورکړې، نو ځکه به په دې پست اغېزمن وي.

اجرايه رياست

هغه مهال چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو لپاره ټاکنيزې مبارزې په شور سره روانې وې او ګوندي او سياسي څېرې له دواړو ټاکنيزو ډلو سره يو ځاى کېدلې، احمدضياء مسعود هم له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

احمدزي د مسعود د دې تصميم په بدل کې هغه ته ژمنه ورکړه، چې د بريا په صورت کې به اساسي قانون تعديل او نوموړي ته به په حکومت کې د اجرايه رياست نوې څوکۍ رامنځ ته کوي.

په دې ترتيب په حکومت کې د اجرايه رياست پست د احمدزي د فکر محصول دى.

له دې وروسته، چې کله ټاکنې له بن بست سره مخ شوې او دواړو نوماندانو د ګډ حکومت په جوړولو هوکړه وکړه، دغه پست د عبدالله په برخه شو. احمدضياء مسعود هم په خپله يوه وينا کې وويل، چې “د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ده څوکۍ په نښه کړې ده.”

د اجرايه رييس صلاحيت

د دواړو نوماندانو ترمنځ د  وږې د ٣٠ مې نېټې په هوکړه ليک کې راغلي، چې د حکومت اجرايه رييس د “اجرايه لومړي وزير” په دندو کار کوي او د دوو کلونو په موده کې لويه جرګه راغوښتل کېږي، څو وکولى شي چې د اساسي قانون په تعديل سره اجرايه رياست په “اجرايه لومړي وزير” بدل کړي.

د دغه هوکړه ليک له مخې، ولسمشر د يوه فرمان له مخې، مشخص اجرايي صلاحيتونه اجرايي رييس ته سپاري، چې عمده موارد يې له ولسمشر سره د تصميم نيونې په دوه اړخيزه غونډو کې د اجرايي رييس ګډون دى.

د حکومت اداري او اجرايي چارې، چې د ولسمشر د يوه فرمان له مخې څرګندېږي، د ملي يووالي حکومت د اصلاحاتو د پروګرامونو پلي کول، په ټولو حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو وړانديز، په حکومت کې له اداري فساد سره پرېکنده مبارزه او يو شمېر مالي او اداري څرګند واکونه چې د ولسمشر د فرمان پربنسټ ټاکل کېږي.

همدرانګه د تعريف شوو صلاحيتونو او دندو په اډانه کې د اجرايه او قضايه قوې ترمنځ د کاري اړيکو رامنځته کول، د حکومت د مالي، بوديجوي پروګرامونو او پاليسو پلي کول، څارنه او ملاتړ، ولسمشر ته  د وړانديزونو او اړينو راپورونه ارايه کول.

ولسمشر د دولت او حکومت د رييس په توګه د کابينې مشري کوي، چې له ولسمشر، د ولسمشر له مرستيالانو، اجرايي رييس، د اجرايي رييس مرستيالانو، ستر سلاکار او وزيرانو څخه جوړه شوې، خو اجرايي رييس د حکومت د پاليسو د پلي کوو د مديريت مسوول دى، چې کابينې پورې اړوندېږي او د چارو د پرمختګ په اړه هم په مخامخ ډول ولسمشر او هم د کابينې په غونډو کې راپور وړاندې کوي.

په همدې موخه، اجرايي رييس د وزيرانو شورا اونيزې نوبتي غونډې جوړوي، چې د اجرايي رييس، د هغه د مرستيالانو او ټولو وزيرانو په ګډون تر سره کېږي.

د وزيرانو شورا د حکومت اجرايي چارې مخته وړي او همدارنګه د اجرايي رياست تر مشرۍ لاندې د وزيرانو شورا د  فرعي کمېټو ناستې رابلل کېږي.

د هوکړه ليک د دغې مادې له مخې، ولسمشر د يوه فرمان له مخې د وزيرانو شورا د يوه نوي بنسټ په توګه له کابينې څخه د يوه بېل بنسټ په توګه تعريف او اعلانوي.

د لوړپوړو دولتي مامورينو د ټاکنې او لرې کولو او نورو حکومتي چارو په اړه ولسمشر ته د مشورې او وړانديز کول هم. د اجرايي رييس په صلاحيتونو کې شاملېږي.

اجرايي رييس د ملي امنيت شورا رييس دى او په نړيواله کچه د ولسمشر خوښې ته په پام سره له هغه څخه ځانګړې استازيتوب کوي.

اجرايي رييس دوه مرستيالان لري، چې دواړه د کابينې او ملي امنيت شورا په غونډو کې غړيتوب لري.

د اجرايي رييس د مرستيالانو دندې، صلاحيتونه او مسووليتونه تر اوسه څرګند نه دي، خو د اجرايي رييس د وړانديز له مخې د ولسمشر له خوا د يوه فرمان په ترڅ کې منظورېږي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.