Language

په تخار کې زلزله وشوه

کابل- تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): د افغانستان په شمال ختيځو سيمو د هندوکش غره په ساحو کې نن سهار زلزله شوې ده.

د امريکا د جيولوجي سروې ادارې د تلې په ٦مه خبر ورکړى چې دا زلزله د افغانستان پر وخت نن سهار په څه کم اووه بجو وشوه.

سرچينې زياته کړې چې زلزله د ريشتر په ٥،٢ درجې وه او د افغانستان د شمال ختيځ د تخار د فرخار ولسوالۍ او شاوخوا سيمې يې لړزولې دي.

د فرخار ولسوالۍ ولسوال عطا محمد هم پژواک اژانس ته زلزله تاييد کړه خو ويې ويل چې تر اوسه دوى ته د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.

د يادونې ده، تر دې مخکې په ياده سيمه کې زلزلې شوې چې له امله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

Related Topics