منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان په اسيايي لوبو کې سبا له نيپال سره د کرکټ لوبه لري

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

کابل ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په اسيايي لوبو کې سبا له نيپال سره شل اووريزه لوبه لري.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه په کوريا کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې دا لوبه  د افغانستان په وخت د سهار په پنځو بجو پيلېږي .

دى وايي چې افغانستان له مخکې د اسيايي لوبو د کرکټ د برخې کوارټر فاينل مرحلې ته لاره موندلې ده.

د هوتک په وينا، که چېرې افغانستان سبانۍ لوبه وګټي، نو نيمه پاى لوبې ته به لاره پيدا کړي.

په سوېلي کوريا کې د افغانستان د کرکـټ دالف لوبـډلې مشر روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى له بشپړې تيارۍ سره دې سياليو ته راغلي دي.

هغه زياته کړه، چې لوبـډله يې تر پخوا پياوړې ده، له استراليا څخه د ملي لوبـډلې کپتان نبي عيسى خېل، سميع الله شينوارى او ګلبدين نايب هم رارسېدلي دي.

احمدزي وويل ، چې دوى په کابل کې ددې سياليو لپاره ښه تمرينونه کړي او له تېرو دوو اوونيو راهيسې دلته په کوريا کې هم تمرينونه ترسره کړي دي .