کابل (پژواک ٩ تله ٩٣): افغانستان د اسيايي لوبو د کرکټ په سياليو کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
اسيايي لوبې د سوېلي کوريا په انچيون ښار کې روانې دي چې له افغانستان څخه د کرکټ او فوټبال په ګډون د ګڼ شمېر لوبو لوبغاړو په کې برخه اخيستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته افغانستان د دغو لوبو په کوارټر فاينل کې له نيپال سره لوبه ترسره کړه.
هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه نيپال وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړې کړې وه.
هوتک وايي چې د افغانستان الف لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د ١٢٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري يواځې محمد شهزاده د پام وړ لوبه وکړه او ٤٢ منډې يې جوړې کړې.
د نيپال ملي لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په شلو اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو يې ١١١ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٨ منډو په توپير سره وګټله.
هوتک وايي چې د افغانستان الف لوبډلې له لوري ځوان لوبغاړي فريد احمد ملک په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د نيپال څلور پياوړي لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز سميع الله شينواري هم يو لوبغاړى وسوځاوه.
افغانستان به سبا ته د دغو سياليو په نيمه پاىلوبه کې له هانګ کانګ سره لوبه کوي چا چې پرون ماليزيا ته ماتې ورکړې ده.










