ژبه

د خوست په ځينو ولسواليو کې  ږلۍ او باران د شولو فصلونه له منځه وړي

خوست ښار ( پژواک، ١٥ تله ٩٣ ) : د خوست په يو شمېر ولسواليو کې سختې ږلۍ، باد او باران د شولو فصلونه په بشپړ ډول له منځه وړي او دغه راز يې ځينې نور مالي زيانونه هم اړولي دي.

دغه ږلۍ او باران تېره شپه ددې ولايت عليشېرو او تريزيو، باک او صبري او يعقوبيو ولسواليو کې شوي دي.

د باک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نوروزخان د تلې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې باران او ږلۍ د شپې له نهو څخه تر لسو بجو پورې دوام وکړ او د دغې ولسوالۍ د ټولو سيمو فصلونه يې له منځه يوړل.

د عليشېرو ولسوالۍ د تريزيو د سيمې يو تن اوسېدونکي ګل شاه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی په ځينو سيمو کې نن سهار له شلو تر دېرشو سانتي مترو پورې ږلۍ پرته وه.

هغه زياته کړه: ((زموږ په سيمه کې د شولو فصلونه ډېر مروج دي او په نږدې ورځو کې يې لو ګډېده، خو اوس هيڅ هم نه دي پاتې.))

د عليشېرو د ابوخانې د سيمې يوتن سپين ږيري ګل حبيب شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی په سيمه کې پر فصلونو سربېره خلکو ته نور مالي زيانونه هم اوښتي دي.

هغه وويل، چې د ږلۍ د غټوالي له امله د موټرو او کورونو ښېښې ماتې شوي او دغه راز اويا سلنه سولر، چې د خلکو د برېښنا ستونزه يې تر ډېره هواره کړې، هم له منځه تللي دي.

ګل حبيب شاه زياته کړه:((د ږلۍ يوه غټه دانه مو وتلله، څه باندې يو پاو وختله. زموږ په فصلونو کې هيڅ نه دي پاتې، بې شمېره موټر او سولر مو هم تخريب شوي دي.))

په خوست کې د بېړنيو او طبيعي پېښو د مبارزې پرواندې سرپرست رييس انجنير شريف الله پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې په يادو درې ولسواليو کې سختې ږلۍ، باد او باران خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي وويل، چې په يادو ولسواليو کې يې خپلو مامورينو ته دنده سپارلې، چې ږلۍ وهلې سيمې معلومې او سروې يې کړي.

شريف الله زياته کړه:((موږ خپل مرکزي دفتر ته هم خبر ورکړی. اوسمهال په سروې لګيا يو، چې څرګنده شي، خلکو ته په کومه اندازه مالي زيان اوښتی دی.))

د يادونې ده، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې هم په باک ولسوالۍ کې زياته ږلۍ اورېدلې وه، چې   د زياترو موټرو او کورونو ښيښې او سولر يې مات کړي وو.

 

ورته موضوع