ژبه

سيګار: امریکا ١٦ ترانسپورتي الوتکې پرزه کړي دي

کابل (پژواک ١٨ تله ٩٣): سيګار يا د افغانستان د بيارغاوني لپاره د امريکا ځانګړى مفتش وايي، د امریکا دفاع وزارت شپاړس (٢٢٢ G) ډوله ترانسپورتي الوتکې پرزه کړي او په  ٣٢ زره امريکايي ډالرو يي پلورلي دي.

د ځانګړي مفتش جان سوپکو د دفتر له لوري په خپره شوي اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د ٤٨٦ ميلونو ډالرو په ارزښت يادې الوتکې د افغانستان دفاع وزارت لپاره پيرلي وې.

سيګار وايي په ٢٠١٣ کال کې تر ارزوني وروسته دوې وموندله، چې يادې الوتکي په افغانستان کې د الوتنو لپاره مناسبې نه دي، په پرواز کې ستونزه لري او پرزې يې هم کم پيدا کېږي، نو له همدې امله د امريکا دفاع وزارت له اړوندې کمپنې سره تړون لغوه کړ .

جان سوپکو وايي کابل ته يي د خپل سفر پرمهال ليدلي و، چې د يادو الوتکو له ډلې څخه ١٦ يي د کابل په هوايي ډګر کې شتون درلود او ٤ نور يي د جرمنې له رامستين هوايي ډګر څخه افغانستان ته نه و ليږدول شوي .

هغه زياته کړى،چې په دې ورستيو کې د امریکا دفاع وزارت د لوجستيک برخې د کابل په هوايي ډګر کې يادې الوتکى پرزه کړي او پر يوې کمپنې يي د ٣٢زره ډالرو په بدل کې پلورلي دي .

د سيګار د معلوماتو پر بنسټ هر پونډ (453.59 ګرامه) اوسپنه د يوه ډالر د ٦ سنټو په بدل کې پلورلې ده.

جان سوپکو په خواشيني سره ويلي کله، چې د دفاع وزارت داسې يوه پريکړه کوله نو چارواکو يي بايد پر بديلې لارې فکر کړى واى ترڅو د امريکا د ماليه ورکوونکو پيسې بى ځايه نه واى تللي .

تر وړاندې د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړى و، چې امريکا له دوى سره تر همغږي پرته له يوه ايتاليايي شرکت سره د ١٦ الوتکو د پيرلو تړون لاسليک کړى دى .

دې وزارت ويلي هغه ١٦ الوتکى،چې د امريکا له لوري افغانستان ته ورکوي شوي دي، په هيواد کې د ګټې اخيستنې وړ نه دي .

له بل پلوه په دې وروستيو کې د فاع وزارت ويلي،چې ټاکل شوى د روان زيږديز کال تر وروستيو پورې د امريکا دفاع وزارت افغانستان ٦٢ الوتکى ورکړي .

ورته موضوع