منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فارياب کې د موټر اوښتو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

ميمنه (پژواک ٢٢ تله ٩٣): په يوې ترافيکې پېښه کې د فارياب ولايت د يوه قومي مشر د کورنۍ يوه غړي ژوند له لاسه ورکړى او څلور نور ټپيان شوي . ياد قومي مشر د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سيمه ييزو چارواکو ته ښکنځلې کړي او د امبولانس چلوونکى يې وهلى دى.

 دغه پېښه نن سهار د دولت اباد-اندخوى لويې لارې په اوږدو کې د پوپلزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 د دولت اباد ولسوال سيدعبدالسلام نزهت وايي، چې ياد پنځه کسان د ميمنې ښار د يوه قومي مشر قاري عبدالله د کورنۍ غړي وو، چې زوى يې د سراچه ډوله موټر موټرواني کوله او ورته مهال موټر له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.

 نزهت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې د قاري عبدالله خور ژوند له لاسه ورکړى او د کورنۍ څلور غړي يې ټپيان شوي  . امنيتي ځواکونو دوى لومړى د امبولانس په وسيله د پېښې له سيمې څخه د دولت اباد کلينيک او بيا د شيرين تګاب ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

 د دولت اباد امنيه قوماندان نعمت الله طوفان او ولسوال له قاري عبدالله څخه د شکايت ترڅنګ وايي، پر دې سربېره چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته يې ټپيان روغتون ته لېږدولي، خو قاري عبدالله له دوى څخه د مننې پر ځاى دوى ته ښکنځلې کړي او د امبولانس چلوونکى يې وهلى دى.

 د امبولانس چلوونکي عبدالوهاب وويل، کله يې چې د شيرين تګاب روغتون ته ټپيان لېږدول ، نو د قاري عبدالله د کورنۍ د غړو له لوري وهل  شوى دى.

 هغه زياته کړه: ” لس کاله کېږي، چې د خلکو په خدمت کې يم تر اوسه پورې له دا ډول وضعيت سره نه وم مخ شوى.”

پژواک په دې ونه  توانېد چې د يادې ادعا په اړه د قاري عبدالله نظر تر لاسه کړي.

 د ټپيانو يوه خپل محمدامان نديم وويل، چې په دغه پېښه کې  د قاري عبدالله مېرمن، زوى، لمسى او اوښى ټپيان شوي دي.

 د فارياب عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالعلي وويل، چې د پېښې له سيمې څخه د ميمنې ښار افغان-ترک روغتون ته پنځه کسان راوړل شوي، خو يوې ښځې د سختو ټپونو له امله په لاره کې ساه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، چې د يوې مېرمنې او يوه ماشوم حالت د اندېښنې وړ دى.

 د ويلو ده، چې تېره مياشت د ميمنې-اندخوى د لويې لارې په اوږدو کې د جنګل باغ په سيمه کې د کرولا او ډمټرک موټر تر منځ د ټکر له امله د درېيو ماشومانو په ګډون پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړى و او درې  تنه نور ټپيان شوي و.