ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې دانګريزي ورځپاڼې د ليکنې خلاف احتجاجي غونډه جوړه شوه

کابل ښار کې دانګريزي ورځپاڼې د ليکنې خلاف احتجاجي غونډه جوړه شوه

author avatar
24 Oct 2014 - 17:35
کابل ښار کې دانګريزي ورځپاڼې د ليکنې خلاف احتجاجي غونډه جوړه شوه
author avatar
24 Oct 2014 - 17:35

کابل (پژواک ٢ لړم ۹۳) : دکابل ښار يو شمېراوسېدونکو په يوه انګريزي ورځپاڼه کې د اسلام دين ته د سپکاوي پر خلاف نن احتجاجي غونډه وکړه.

دا غونډه د ملي وحدت او له بهرنيو اډو سره د مخالفت د جبهې په نامه د يوه سازمان له خوا د جمعې تر لمانځه وورسته د کابل په عيد ګاه جومات کې جوړه شوه.

د غونډې ګډون کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې ددې رسنۍ چارواکي او ليکوال که له  هېواد څخه بهر هم وي ، بايد را حاضر اومحاکمه کړي.

د غونډې وينا والو وويل چې دوی هڅه کوي د ملي شورا له لارې داسې قانون تصويب کړي ،چې په ترڅ کی يې اسلامي مقدساتو ته سپکاوي کوونکي په درنه جزا محکوم شي.

د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد غونډې ته دخپلو خبرو پر مهال وويل چې تر دې وړاندې هم اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی.

دده په وينا چې ددې ورځپاڼې دکفري ليکنې موضوع يې په ولسي جرګه کې جدي نيولي او ډېر ژر به د اسلامي مقدساتو د سپکاوي ضد قانون د ملي شورا له خوا تصويب شي . 

 د غونډې بل وينا وال او د يادې جبهې د مشرتابه پلاوي غړي حاجی فريد هم له حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې بايد ددې پېښې د عاملينو جدي پلټنه وکړي  او سزا ورکړي.

 د غونډې په پاى کې  يو پرېکړه ليک ولوستل شو چې  په ترڅ کې يې د يادې ورځپاڼې کړنه د افغانستان د اساسي قانون او د رسنيو او د بيان د ازادۍ له قوانينو څخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

 د کابل چاپ افغانستان ايکسپرېس ورځپاڼه چې په انګليسي ژبه خپرونې لري،په خپله (٤٥١مه) ګڼه کې د( اى جي اهوار) په قلم د (داعش، طالبان او اسلام) تر نامه لاندې يوه خپره شوې مقاله کې د خداى تعالى ذات، قرانکريم او د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفى( ص) ته سپکاوى کړى دى.

د يادونې ده، د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله د کورنيو چارو او اطلاعاتواو فرهنګ وزارتونو ته لارښوونه کړې، څو هغه کسان چې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى کوي، بندي کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.