سرپل (پژواک ٣ لړم ٩٣): په سرپل ولايت کې د غره ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه د دغه ولايت د کوهستانات ولسوالۍ په صفک کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه سيمه د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ده او ټېلېفوني اړيکې ورسره نه شي نيول کېداى.
د صفک کلي د ښوونځي سرښوونکي عيدمحمد د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه څو ورځې مخکې رامنځته شوې، خو تر اوسه له زيانمنې شوې کورنۍ سره هېچا مرسته نه ده کړې.
هغه زياته کړه چې په دې سيمه کې د يوه غره د ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ دوه تنه مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د عيدمحمد په وينا، په دې پېښه کې د ياد کلي لس کورنۍ زيانمنې شوې، کورونه يې ويجاړ او مالي زيانونه ورته اوښتي دي.
د يادې زيانمنې يوې کورنۍ يوه خپلوان محمدالله چې ټپي يې د ولايت مرکزي روغتون ته راوړى و، پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوې نشته.
هغه زياتوي چې نور ټپيان په سيمه کې پاتې دي او خلک يې نه شي کولى چې د ولايت مرکز ته يې ولېږدوي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خُرم پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې په کوهستانات ولسوالۍ کې د لرک په نوم د غره لاندې برخه ښويېدلې چې له امله يې دوه تنه مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د هغه په وينا، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تېر کال د دغه ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله دوه تنه مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.










