تالقان ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : په تخار ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او ٣٦ نور ټپيان شوي دي.
دا دواړه پېښې نن د لړم په ٦مه، سهار مهال ددې ولايت په مرکز تالقانو ښار او رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په شاوخوا اتو بجو د سپرليو يو ٤٠٤ موټر ، چې له ولسوالۍ څخه د کابل پر لوري روان و، د ولسوالۍ د (ازوم کوتل) په سيمه کې له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.
نوموړى وايي چې په دې پېښه کې درې تنه مړ ه او ٣٥ نور ټپيان شوي ، چې د ولسوالۍ او ولايت د مرکز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ولسوال وويل چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومانو هم شامل دي اود پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري پژواک اژانس ته د رستاق د ترافيکي پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې نن سهار د ولايت د مرکز تالقانو ښار اړونده د چشمه شېر په سيمه کې هم يوه ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې کابل ته روان يو سراچه موټر اوښتى، چې له امله يې د چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او يو ټپي شوى دى.
تيموري د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي وبلله .
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې يو ځل بيا ترافيکي پېښې زياتې شوې دي، په تېره يوه اونۍ کې په لغمان، پروان او يو شمېر نورو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.