منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په دوو ترافيکي پېښو کې ۶ تنه مړه او ۵۳ ژوبل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل، پلخمري، کندوز (پژواک، ٩ لړم ۹۳): د کابل – مزار او کابل – جلال اباد پر لويو لارو په دوو ترافيکي پېښو کې ۶ تنه مړه او ۵۳ نور ژوبل شوي دي.

<v:shapetype
id=”_x0000_t75″ coordsize=”21600,21600″ o:spt=”75″ o:preferrelative=”t”
path=”m@4@5l@4@11@9@11@9@5xe” filled=”f” stroked=”f”>

<v:shape id="Picture_x0020_1" o:spid="_x0000_i1025" type="#_x0000_t75"
alt=”<–break->” style=’width:.75pt;height:.75pt;visibility:visible;
mso-wrap-style:square’>
<v:imagedata src="file:///C:UsersAAHMAD~1AppDataLocalTempmsohtmlclip11clip_image001.gif"
o:title=”<–break->”>

<--break->

لومړۍ پېښه نن دلړم په نهمه، د کابل- مزار پر لويه لاره د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په اړونده سيمه کې د سپرليو د ۴۰۴ موټر او د پوليسو د يوه اکمالاتي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په لسو بجو د پلخمري د زمان خېلو په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې درې تنه مړه او ۴۷ نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په مړو کې يوه ښځه او په ټپيانو کې ۲۲ ماشومان او ۷ ښځې شاملې دي.

دی وايي، ټپيان د پلخمري روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوی د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

بشارت ددې پېښې لامل ددواړو موټرو د چلوونکو بې احتياطی وبلله او زياته يې کړه، چې د پوليسو د موټرچلوونکی هم مړ شوی دی.

د يوه بل خبر له مخې، د کابل – جلال اباد پر لويه لاره دسروبي ولسوالۍ اړونده د مومن خان او شيرينۍ په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.

عيني شاهدان وايي، په ياده سيمه کې يو کرولا موټر له سرکه اوښتی او چپه شوی دی.

د عبدالصبور په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ۶ نور ژوبل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې ترافيکي پېښه زياتې شوې دي، تېره اونۍ په تخار ولايت کې ددوو ترافيکي پېښو له امله ۶ تنه مړه او ۴۳ نور ژوبل شوي وو.