ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين د افغانستان د سولې په بهير کې خپلو رول لوبولو ته چمتووالى وښود

author avatar
31 Oct 2014 - 16:11
author avatar
31 Oct 2014 - 16:11

 

کابل (پژواک ٩ لړم ٩٣): د چين لومړى وزير لي کيکيانګ وايي، هېواد يې د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او چمتو دى، چې په دې لاره کې خپل رغنده رول ولوبوي.

نوموړي دغه څرګندونې د اسيا زړه ـ د استانبول د بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه ناسته کې، چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د چين د ولسي جمهوريت په پلازمېنې د بېجينګ په ښار کې جوړه شوه، په ډاګه کړې.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د دغه بهير د ۱۶ اصلي غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د همکارو هېوادونو استازو ګډون کړى وو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې  ولسمشر غني د دغې ناستې د کوربه توب له امله له چين څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې له جګړې او فقر څخه  د ثبات او نېکمرغۍ په لور په فوق العاده ډول د ختيځې اسيا ګذار په ستونزو باندې د لاسبري لپاره موږ ته له تېرو ستونزو او ننګونو څخه درس راکړى دى.

ده زياته کړه، موږ ژمن يو چې افغانستان په راتلونکې لسيزه کې د بدلون د يوې پايدارې دورې په توګه د سيمې په يوې څلور لارې بدل کړو.

نوموړي دې ته په پاملرنې، چې سوله د افغانستان د حکومت مهم لومړيتوب دى، وويل چې موږ خپلو سياسي مخالفينو، په ځانګړې توګه طالبانو ته بلنه ورکوو، چې په بين الافغاني ډيالوګ کې ګډون وکړي او له خپلو ټولو نړيوالو دوستانو څخه غواړو، چې د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي.

هغه وويل چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال تر پايه پورې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو محاربوي رول پاى ته رسېږي، د دې لپاره چې ټول مسووليت د دغه هېواد د زړورو ځواکونو په غاړه نه وي، موږ په قضايي بنسټونو، حکومتوالۍ او په اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هر اړخيزو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره ژمن يو.

ده څرګنده کړه، چې د هېواد له خصوصي سکټور سره زموږ خبرې او د هېواد د عوايدو په سرچينو او امنيتي سکټور کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو لپاره، زموږ هوډ او هڅې د دې سبب شوې دي، چې پر حکومت باندې د خلکو او د نړيوالو شرکتونو باور زيات شي، چې د افغانستان دروازه د هغوى د پانګونې لپاره خلاصه ده.

دى وايي، تجربې ثابته کړې ده چې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو بهير او د دولت او خلکو ترمنځ د اړيکې د ټينګښټ تر ټولو ښه لاره له ملي بودجې څخه ملاتړ دى او موږ د يو قوي حساب ورکوونکي سيستم غوښتونکي يو او د هغه پر پلي کېدو مصمم هم يو.

د هغه په وينا، په افغانستان او سيمه کې د سولې، نېکمرغۍ او ثبات د پراختيا په لاره کې د چين جمهوريت فعاله ونډه اخيستنه د اهميت وړ ده او موږ د افغانستان خلک له دغه ملاتړ او د هغوى له پاملرنې څخه منندوى يو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې ناسته کې د چين لومړي وزير لي کيکيانګ هم وينا وکړه.

ده وويل، چې د استانبول د ناستې له پيل څخه تر اوسه، دا بهير له افغانستان سره د سيمه ييزو همکاريو په يو ځانګړي ميکانيزم بدل شوى دى او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکاريو د پراختيا لپاره يې د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته فرصت برابر کړى دى.

 ده زياته کړه، چې د دغه بهير پرمختګ به په سيمه کې د تلپاتې سولې، د ثبات د تامين او د اقتصادي او ټولنيزې ودې په لاره کې له موږ سره مرسته وکړي.

د چين لومړي وزير د سوېل د اتصال د مرکز په توګه د افغانستان اهميت ته په پاملرنې سره وويل، له نړيوالې ټولنې سره دوست، يو موټى او پرمختللى افغانستان هغه څه دى چې د افغانستان خلک يې هيله لري او د سيمې او د نړۍ د هېوادونو په ګټه هم دي.

د هغه په خبره، چين له افغانستان سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکوي او په بېلابېلو برخو کې دوه اړخيزو ژورو همکاريو دوام ته ژمن دى.

دى وايي: “چين د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او چمتو دى، چې په دې لاره کې خپل رغنده رول ولوبوي.”

کيکيانګ همداراز وويل، چې هېواد يې چمتو دى، چې له افغانستان سره په زېربنايي، کرنې، د اوبو د مديريت او د کاني سرچينو د راسپړلو په برخو کې همکاري وکړي.

د چين لومړي وزير وويل: هيله لرم چې دغه کنفرانس وکولاى شي د افغانستان له نوي حکومت څخه د سيمې د هېوادونو او د نړيوالې ټولنې د قوي ملاتړ لپاره يو روښانه پيغام له ځان سره ولري او هغوى يو ځل بيا د افغانستان د سولې د ټينګښت او بيارغونې لپاره خپلې اوږدمهالې ژمنې څرګندې کړي.

د اسيا زړه ناسته  ـ د استانبول بهير د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ زېږديز کال د ترکيې د استانبول په ښار کې پيل شو، د هغه دوهمه ناسته په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې او درېيمه ناسته يې په ۲۰۱۳ کال د قزاقستان هېواد د الماتا په ښار کې ترسره شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اسيا زړه ـ د استانبول د بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه ناسته کې، چې نن د چين په پلازمېنه بېجينګ کې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې د دغه بهير پنځمه ناسته دې په راتلونکې کال کې په پاکستان کې جوړه شي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.