ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: سيمه ييز ګواښونه په ګډه همکاري او هڅو له منځه تلاى شي

ولسمشر غني: سيمه ييز ګواښونه په ګډه همکاري او هڅو له منځه تلاى شي

author avatar
3 Nov 2014 - 12:24
ولسمشر غني: سيمه ييز ګواښونه په ګډه همکاري او هڅو له منځه تلاى شي
author avatar
3 Nov 2014 - 12:24

کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني د سيمه ييزو ګواښونو د مخنيوي لپاره د ګډې همکارۍ او جدي همغږۍ غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر دا غوښتنه د پاکستان په واګه کې د شوي ځانمرګي بريد د غندلو په غبرګون کې په يوې خپره شوې اعلاميه کې کړې ده.

تېره ورځ د پاکستان لاهور ښار ته نږدې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه پولې ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى چې ۵۴ کسان په کې وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپيان دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر اشرف غني دا پېښه پر کلکو ټکو غندلې ده.

ولسمشر غني ټينګار کړى او وايي: ((زموږ سيمه له جدي ننګونو سره مخ ده، د دغو ګواښونو مخنيوى ګډو هڅو او جدي همغږۍ ته اړتيا لري.))

سرچينې ليکلي چې ولسمشر د دې پېښې قربانيانو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

د سيمه ييزو ګواښونو د مخنيوي په اړه له پاکستانه د نوي افغان حکومت غوښتنه په داسې حال کې ده چې ويل کېږي ولسمشر غني به په نږدې ورځو کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

تر اوسه د دغه سفر د بحث محوري موضوع نه ده په ډاګه شوې خو ښايي د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه او د سولې په پروسه کې همکاري د افغان لوري مهمې غوښتنې وي.

پاکستان تر دې مخکې هم په دې برخه کې د همکاريو ژمنې کړې وې خو هغسې چې تمه وه تر اوسه دا ژمنې نه دې عملي شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.