کابل ( پژواک، ۱۳ لړم ۹۳ ) : اروپا ته په غير قانوني توګه د تلونکو کډوالو کښتۍ په ترکيه کې ډوبه شوې چې له امله يې د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ کسان مړه شوي.
ترکي رسنیو د لړم په ۲۳مه، خبر ورکړی، چې دا پيښه د ترکیې داستنبول ښار د شمالي برخو په هغه سیمه کې رامنځته شوې چیرته چې د باسفورس او توره بحیره سره یو ځای کیږي.
راپورونه وایي چې په دې کښتې کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو، چې ډیری یې افغانان او دسوریې هیواد وګړي وو او غوښتل یې چې اروپایي هیواد رومانیا ته ولاړ شي.
د ترکیې بحري ځواکونو ویلي چې په دې پيښه کې ۲۴ تنه مړه شوي، اوه یې ژغورلي دي او شاوخوا لس ته نور نادرکه دي.ویل کیږي چې په مړ شویو کسانو کې يو شمېر ښځې او ١٢ ماشومان هم شامل دي.
دوی زیاته کړې چې ځواکونه یې یو شمیر مړي په داسې حال کې موندلي دي، چې له اوبو څخه د ژغورنې واسکټونه یې هم په تن کې وو.
د ترکيې چارواکو ويلي، چې په په مړو شويو کسانو کې يې ٩ تنو پاسپورټونه موندلي وو، چې افغانان دي، تر دې مخکې ويل شوي وو، چې ټول مړي شوي کسان افغانان دي.
دوه میاشتې مخکې هم ترکي بحري ځواکونو یوه کشتۍ له ډوبیدو ژغورلې وه، چې پکې ډیری افغان غیر قانوني کډوال سپاره وو.
دیادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نا امنیو او بې کارۍ له امله هر کال زرګونه ځوانان او کورنۍ په غیر قانوني توګه اروپا او ا سټرالیا ته د تګ هڅه کوي ، چې یو شمیر یې بیا په دا ډول پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.










