قلعه نو ( پژواک ١٤ لړم ٩٣): سېلاب ، د بادغېس ولايت د مرکز اړوند په لامان سيمه کې د قلعه نو- هرات لويه لاره تخريب کړې او د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د بادغېس د ولايتي شورا غړي عبدالناصر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لار له نن سهار پنځو بجو راهيسې تر اوسه ( له غرمې وروسته يوه بجه ) د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
ميراحمد چې له بادغېس څخه يې هرات ته ناروغ لېږداوه، خو د يادې لارې د تخريب له امله بېرته د بادغېس مرکز قلعه نو ته راغلى او ناروغ يې د قلعه نو په روغتون کې بستر کړى، وايي چې هرات ته تلونکي ټول موټر بېرته قلعه نو ته ګرځېدلي دي.
دغه راز د هغه په وينا، د هرات له لوري قلعه نو ته راتلونکي موټر هم بېرته هرات ته ګرځېدلي دي.
د بادغېس د فوايد عامې مشره انجنير مليحه وايي، چې دغه ستونزه يې له ولايتي او د فوايد عامې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې ده .
د هغې په وينا، دا مهال ( له غرمې وروسته يوه بجه ) هم هلته سخت باران اوري او که هوا مساعده هم شي ، د ياد سړک تخريب شوې برخه ، دوه يا درې ورځې کار ته اړتيا لري.










