کابل ( پژواک، ١٥ لړم ٩٣ ) : د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان کونسلر وايي چې ډېر ژر به د هغو کسانو جسدونه کابل ته ولېږدول شي، چې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دا پېښه د ترکيې د استانبول ښار د شمالي برخو په هغه سيمه کې رامنځته شوې چېرته چې د باسفورس او توره بحيره سره يو ځای کېږي.
په دې کښتۍ کې شاوخوا ۴۰ تنه سپاره و، چې ډېری يې افغانان او د سوريې هېواد وګړي وو او غوښتل يې چې اروپايي هېواد رومانيا ته لاړ شي.
د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان کونسلر ملک قريشي د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل چې د يادې پېښې ٢٣ مړي له اوبو راويستل شوي او د ١٣ نورو د پيدا کېدو پلټنه روانه ده.
د هغه په وينا، له دې کښتې څخه يواحې ٦ تنه ژغورل شوي دي چې افغانان دي.
ملک قريشي وايي چې د پېښې له خبرېدو سره سم روغتون ته لاړ او له ژغورل شويو دوو تنو افغانانو سره يې وليدل.
ده زياته کړه : (( په ژغورل شويو دوو کسانو کې يوتن يې خپله مېرمن او څلور اولادونه او بل تن يې خپله مور ، پلار، درې خويندې او يو ماما له لاسه ورکړي دي. ))
د قريشي په وينا، دغو کسانو ته يې د افغانستان ددولت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به ددغو کسانو جسدونه هېواد ته ولېږدول شي.
هغه زياته کړه چې نن پنجشنبه د ورځې په پاى کې به له ژغورل شويو څلورو نورو افغانانو سره هم وګوري.
د نوموړي په وينا، له يادې پېښې څخه د ژغورل شويو شپږ و تنو افغانانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
په استانبول ښار کې د افغانستان کونسلر وويل چې پرون يې دوه جسدونه د هغوى کورنيو ته وسپارل او دغه جسدونه د ترکش هوايي شرکت له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
قريشي وايي چې د نورو مړو شويو او نادرکه شويو کسانو د کورنيو غړو هم له دوى سره اړيکې نيولې دي .
د هغه په وينا، هغه جسدونه چې پېژندل شوي، کورنيو ته يې معلومات ورکړل شوي، خو زياتوي چې يو شمېر جسدونه تر اوسه نه دي پېژندل شوي.










