منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ترکيې په اوبو کې د ډوب شوو افغانانو مړي کابل ته راوړل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د ترکيې په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ډوب شوو افغان وګړو لس مړي نن کابل ته را ولېږدول او د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دې پېښه کې د ١١ نورو ورکو شوو افغانانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني نن د کابل په هوايي ډکر کې د ترکيې پېښې د ډوب شوو کسانو خپلوانو ته د جسدونو د سپارلو پر مهال وويل، د لړم په ١٣مه د افغانستان د ٤٢ وګړو لېږدوونکې کښتۍ چې له استانبول څخه رومانيا ته روانه وه، د تورې بحيرې په پنځه کيلومترۍ کې ډوبه شوه.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې ٢٥ افغانان له منځته تللي، ١١ يې ورک او شپږ نور د ژغورنې ډلې له خوا له اوبو ژوندي را ايستل شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې د دې پېښې د قربانيانو له ډلې د لسو کسانو جسدونه نن کابل ته راوړل شول چې د هرات ولايت اوسېدونکي دي او ټاکل شوې چې خپلوانو ته يې له سپارلو وروسته د کام اير هوايي شرکت له خوا په وړيا ډول هرات ته ولېږدول شي.

د هغه په خبره، د دغو لسو کسانو له ډلې يوه پنځه کسيزه کورنۍ ده چې پلار، مور او درې لوڼي يې په کې شامل دي.

مستغني وويل چې په دې پېښه کې ډوب شوي کسان ډېرى له خپلو کورنيو سره وو او هغه مړي چې اوس په ترکيه کې دي، نارينه او ښځې په کې شته.

نوموړي وويل: ((دوه جسدونه چې سره وروڼه وو، درې ورځې وړاندې د خپل ماما له خوا له ترکيې افغانستان ته راوړل شول او شپږ نور مړي له امريکا څخه د هغوى د خپلوانو په غوښتنه ځنډول شوي او ويلي يې دي چې جنازې يې په خپله کابل ته لېږدوي.))

نوموړي د نورو قربانيانو د مړو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغو ځينو مړو د عدلي او اداري طب پړاوونه په ترکيه کې نه دي بشپړ شوي او ټاکل شوې چې د يادو پړاوونو له بشپړېدو وروسته کابل ته راولېږدول شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند د سفر او پېښې د علت په اړه زياته کړه: ((څنګه چې پوهېږئ دغه سفر غير قانوني و، د هغو راپورونو له مخې چې په ترکيه کې د افغانستان له جنرال کنسل څخه مو ترلاسه کړي، د پېښې د رامنځته کېدو لامل په کښتۍ کې د مسافرينو د شمېر ډېروالى دى چې له امله يې له ډوبېدو سره مخ شوې ده.))

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان دغه ١١ وګړي لا هم لا درکه دي او د را ايستلو لټه يې دوام لري.

نوموړي وويل چې اوسمهال د ترکيې هېواد د ژغورنې اووه کښتۍ، دوې چورلکې او سلګونه ژغورونکې عمله د ١١ نورو ورک شوو د موندنې لپاره ګومارلې او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د هرات ولايت يو ه اوسېدونکي او د قربانيانو يوه خپلوان فرهاد چې نن يې د يوه خپلوان مړى کابل ته راوړل شوى، په کابل هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پنځه مړي زموږ له خپلوانو دي، زما د عمه زوى له خپلې مېرمنې او درېيو لوڼو سره غوښتل چې له ترکيې رومانيا ته ولاړ شي، خو کښتۍ يې ډوبه شوه.))

هغه وويل چې له ترکيې څخه هېواد ته د جسدونو په پلټنه او رالېږنه کې افغان دولت زياتې هڅې کړې دي.

دوې اوونۍ وړاندې د ترکيې بحري ځواکونو يوه بله کښتۍ هم چې غير قانوني افغان کډوال په کې سپاره وو، له ډوبېدو وژغورله.

د يادونې ده چې هر کال په زروګونو ځوانان او کورنۍ په افغانستان کې د ناامنۍ او وزګارتيا له امله په ناقانونه ډول د اروپا او نورو هېوادونو پر لور سفر کوي او يو شمېر يې په دې ډول پېښو کې خپل ژوند بايلي.