خوست ښار (پژواک ١٧ لړم ٩٣): د خوست يو شمېر لوبغاړو د يوه لاريون په ترڅ کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او په دغه ولايت کې د دې ادارې د امر عزيز ملنګ د استعفا غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکي چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده، د لړم په ١٧مه د خوست ښار د سولې پارک تر څنګ راټول او د المپيک کمېټې د يادو مسوولينو پر ضد يې شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو د المپيک پر ادارې له دې امله نيوکې کولې چې د لوبغاړو لپاره يې د سپورت په برخه کې د هېڅ ډول اسانتياوو د رامنځته کولو هڅې نه دې کړې.
د دغه لاريون يوه تنظيموونکي محمديونس اهنګر پژواک اژانس ته وويل چې د المپيک ملي کمېټې د خوست د لوبغاړو يوې ستونزې ته هم رسېده ګي نه ده کړې.
نوموړي دغه راز وويل چې د ځينو بهرنيو مرسته کوونکو موسسو له لوري په دغه ولايت کې د ځوانو لوبغاړو د ستونزو د هواري لپاره په ورکړل شوو پيسو کې هم اختلاس شوی دی.
هغه د بېلګې په ډول وويل: ((د خوست د ملي سټډيوم لپاره ځانګړې پيسې په شفاف ډول نه دي لګول شوې، لکه څه ډول چې ويل کېدل، دغه لوبغالی په معياري ډول نه دی جوړ شوی.))
يوه بل لاريون کوونکي فيض الله پژواک اژانس ته وويل چې په تېره يوه لسيزه کې د دغه ولايت د المپيک په اداره کې نه بدلون راغلی او نه هم په لازمه توګه خدمت شوی دی.
هغه زياته کړه: ((پوره لس کاله کېږي چې عزيز ملنګ د خوست د المپيک امر دی خو هيڅ کار يې نه دی کړی. که ده يو کار هم کړی وي، موږ ته دې وښيي موږ يې منو.))
دغو لاريون کوونکو له ولسمشر اشرف غني څخه په ټينګار سره وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ او د اداري فساد د مخنيوي د دې ادارې تر څنګ په نورو دولتي ادارو کې هم پوره بدلون راولي.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ له پژواک اژانس سره په خبرو کې د لاريون کوونکو غوښتنې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې د ځينو شخصي ګټو په خاطر کوڅو ته راوتلي وو.
نوموړي وويل، په تېرو ديارلسو کلونو کې څومره بوديجه چې د المپيک ملي کميټې خوست ته ورکړې، بل يې هېڅ ولايت ته دومره ډېره بوديجه نه ده ورکړې چې ښکاره بېلګه يې د خوست ملي لوبغالی دی.
هغه زياته کړه: ((د لاريون تنظيموونکي له ځان سره د ټولو فدراسيونونو ملاتړ نه لري. له لاريون څخه يې يواځېنۍ موخه د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کول دي.))