پل علم ( پژواک ١٨ لړم ٩٣): چارواکي وايي، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې مړى موندل شوى دى.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، د ٣٥ کلونو په عمر د دې مېرمنې مړى نن سهار د ولسوالۍ مقام ته څېرمه په دښته کې موندل شوى.
امنيه قوماندان زياتوي، چې د وژل شوې مېرمنې هويت او کورنۍ نه ده معلومه او نه هم د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات لري،خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړي.
د لوګر ولايت د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار ورته د يوې مېرمنې مړى راوړل شوى دى.
ده زياته کړه چې دا مېرمن د چړو په وسيله وژل شوې ده.
د نوموړي په وينا، تراوسه د دې مېرمنې کورنۍ نه ده پيدا شوې او نه يې هم د هويت پېژنده شوې ده.
د لوګر ولايت د ښځو چارو رييسې شيما زرګر ياده پيښه تاييد کړه، چې نن سهار د لوګر ولايت ملکي روغتون ته د يوې وژل شوې مېرمنې مړى ور وړل شوى دى.
زرګر په دې پېښه اندېښنه ښودلې او له پوليسو يې غوښتنه کړې، چې ياده مسئله په جدي ډول وڅېړي .










