کابل (پژواک ٢٠ لړم ٩٣): د پنځو نورو افغانانو مړي، چې د ترکيې په اوبو کې ډوب او ژوند يې له لاسه ورکړى، نن کابل ته راوړل شول.
د لړم په ١٣مه، ٤٢ افغانان چې له استانبول څخه د رومانيا پر لور روان و؛ د تور سمندر په پنځه کيلومترۍ کې له يادې پېښې سره مخ شول او کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه. په دغه پېښه کې ٢٥ افغانان مړه شوي، ١١ يې نادرکه او شپږ نور يې د ژغورنې ټيم له لوري ژغورل شوي وو.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي و، چې ياد افغانان په غيرقانوني ډول رومانيا ته روان و او د هغو راپورونو پر بنسټ چې په ترکيه کې د افغان جنرال کونسلګرۍ له لوري دوى ته رسېدلي، د يادې کښتۍ د سپرليو ډېر شمېر په ګوته شوى، چې له امله يې ياده کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.
د يادې پېښې د لسو نورو قربانيانو مړي، د لړم په ١٧ مه کابل ته له راوړل کېدو وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين عتيق الله عاطف مل د سې شنبې (٢٠ لړم) په ورځ د قربانيانو کورنيو ته د مړو د تسليمولو پر مهال وويل، چې د يوولسو لادرکو کسانو له ډلې يې د يوه مړى تېره ورځ موندل شوى او د پاتې لسو ورکو شويو کسانو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د هغه په وينا، کابل ته د رالېږدول شوو پنځو کسانو له ډلې، څلور يې د يوې کورنۍ غړي دي.
د کابل ولايت يوه اوسېدونکي عبدالحکيم زلمى، چې د خپل ورور او د کورنۍ د درېيو نورو غړو د مړو د تر لاسه کولو په موخه د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته راغلى و، پژواک ته وويل چې ورور يې له تېرو څو کلونو راهيسې په ايران کې ژوند کاوه، خو په دې وروستيو کې په ايران کې د کار له نه موندنې وروسته ترکيې ته لاړ او هوډ يې درلود، چې له هغه ځايه بيا اروپا ته لاړ شي.
نوموړي وويل چې يو ٨ کلن وراره يې تر اوسه لادرکه دى او افغان حکومت دې د هغه مړى هم له موندلو وروسته هېواد ته راوړي.
زلمي همدرانګه له ټولو کورنيو وغوښتل چې غيرقانوني سفرونو ته زړه ښه نه کړي او همدرانګه يې له نوي حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې له خپلو کړو ژمنو سره سم زرګونو افغان ځوانانو ته چې د کار موندنې په موخه بهر ته ځي، د کار زمينه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې وړاندې د ترکيې بحري ځواکونو يوه بله کښتۍ چې ډېرى غيرقانوني افغانان په کې سپاره وه، له ډوبېدو ژغورلې وه.










