منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل طلايي ښارګوټي کې اور لګېدلى

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٧ لړم ٩٣ ) : د کابل د طلايي  ښارګوټي په يوه اپارتمان کې اور لګېدلى دى.

د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي د لړم په ٢٧مه، ويلي چې دا اور د ياد ښارګوټي ديوه اپارتمان په لوړ پوړ کې لګېدلى دى.

خو هغه ددې اور لګېدو د لامل او د اوښتو زيانونو په اړه معلومات نه درلودل.

د طلايي ښارګوټي يو تن اوسېدونکي رحيم ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى د اپارتمان ترڅنګ په يوه بل اپارتمان کې اور لګېدلى دى.

دى وايي چې د اور لمبې او لوګي له  ښارګوټي څخه پورته کېږي او سيمې ته اطفاييه رارسېدلې ده.

د نوموړي په وينا، پوليس او د سيمې اوسېدونکي هم له اطفايې سره په ګډه د اور د مړ کولو هڅې کوي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.