زرنج ( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣ ) : په نيمروز ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او ٧ نور ژوبل شوي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار رحمت الله ناصر د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د ولايت د مرکز زرنج اړونده د ريګ روان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د سپرليو يو ٣٠٣ موټر چې د فراه ولايت پر لوري روان و، د بې احتياطۍ او سرعت له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون ديوې کورنۍ څلور تنه او دوه نور کسان مړه او اوه نور ژوبل شوي دي.
د ناصر په وينا، ټپيان د زرنج ملکي روغتون ته لېږدول شوي ، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د امنيت امر وويل چې موټر چلوونکى نيول شوى دى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله ګڼ شمېر هېواد وال مړه او ژوبل شوي . تېره ورځ په کندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ١٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، تېره اونۍ په ننګرهار کې د يوې کورنۍ اوه غړي او په پروان ولايت کې هم د دوو ترافيکو پېښو له امله تر لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ترافيکي پېښو ډېرى لامل د سړکونو او موټرو خرابوالى ، د چلوونکو بې احتياطي او سرعت په ګوته شوي دي.










