ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سره د  وسايطو مرسته وشوه

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سره د وسايطو مرسته وشوه

author avatar
26 Nov 2014 - 18:14
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سره د  وسايطو مرسته وشوه
author avatar
26 Nov 2014 - 18:14

کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٣): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارت سره د امريکا له لوري د دوه ميليون ډالرو په ارزښت د ٨٧ عرادې وسايطو مرسته وشوه.

د امريکا د قانون د تنفيذ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست جفري رابرټسن نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې هېواد يې د قانون د تنفيذ، د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د  افغانستان په سوېل، ختيځ او لوېديځ زونونو کې د کوکنارو د کښت د کچې د راکمولو په موخه يې له دغه وزارت سره مرسته وکړه.

هغه زياته کړه، چې په دغو وسايطو کې ٤٧ ټراکټور او ٤٠ عرادې هايلکس موټر شامل دي، چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې به ترې ګټه پورته شي.

نوموړي په افغانستان کې د ترياکو د کښت او توليد د کچې له لوړېدو څخه د اندېښې په څرګندولو سره وويل، چې ٢٠١٤ زېږديز کال د يادې پديدې د له منځه وړلو په برخه کې ښه کال نه و.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر وويل، چې دغه وسايط د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د هغو د کښت د کچې په راکمولو کې ډېره مرسته کوي.

هغه د نشه يي توکو کښت او قاچاق د افغانستان ستونزه نه، بلکې يوه لويه سيمه ييزه ستونزه وبلله او ويې ويل، چې ګاونډي هېوادونه بايد په دغه برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي.

ازهر په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د نشه يي توکو د کښت د کچې د لوړېدو لامل د ولسمشرۍ ټاکنې او د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه په ګوته کړل.

نوموړي  وويل  چې په هېواد کې  ١،٦ ميليون تنه پر نشه يي توکو روږدي دي ، چې دا کچه يو لوى ګواښ  دى .

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC)، او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د يوې تر سره شوې سروې له مخې، په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د کوکنارو د کښت کچه ٢٢٤ زره هکتاره ځمکې ته رسيږي، په داسې حال کې چې ياده شمېره په ٢٠١٣ کال کې ٢٠٩ هکټارو ته رسېده، چې په دې برخه کې اوه سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.