منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

محمدنبي د يوه ورځني کرکټ په الراونډرانو کې اووم مقام خپل کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمدنبي عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ د نړۍ په لسو پياوړو لوبغاړو کې اووم مقام خپل کړى دى.

د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) د ٢٠١٤ کال د ډسمبر په مياشت کې چې د لوبغاړو او لوبـډلو د درجه بندۍ کوم راپور خپور کړى دى، په هغې کې محمدنبي عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ د الراونډرانو په کټګورۍ کې اووم مقام خپل کړى دى.

د اى سي سي له خوا په خپور شوي لېست کې د سريلانکا ميتهيوز لومړى، د پاکستان محمد حفيظ دويم، د بنګلدېش شکېب الحسن درېيم، د سريلانکا دلشان څلورم، د هندوستان جديجه پنځم، د اسټراليا فولکنر شپږم، د افغانستان محمدنبي عيسى خېل اووم، اسټراليا شين واټسن اتم د پاکستان شاهد اپريدى نهم  او د ايرلينډ کيون اوبراين لسم مقامونه خپل کړي دي.

محمدنبي عيسى خېل  لومړى افغان لوبغاړى دى چې د نړيوال کرکټ د پياوړو لوبغاړو په درجه بندۍ کې يې ځاى پيدا کړى دى.

تر دې مخکې په جولاى مياشت کې چې کومه درجه بندي اعلان شوې وه، په هغې کې نبي اتم مقام خپل کړ ى و.

د افغانستان کرکت بورډ د ياد مقام په خپلولو سره محمدنبي د کرکټ مينه والو او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې او پر دغه کار يې خوښي څرګنده کړې ده.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ د پرمختګ په حال کې دى او ډېر ژر به نور افغان لوبغاړي هم په نړيوالو درجه بنديو کې ځاى پيدا کړي.

د افغانستان کرکټ اوس ډېر پرمختګونه کړي په داسې حال کې چې ملي لوبډله هم د يوه ورځني کرکټ په نړيواله درجه کې يوولسم مقام خپل کړى دى.

د ملي لوبډلې کپتان محمدنبي عيسى خېل پر يادې لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې دغه مقام يې د هېوادوالو د دعاګانو په برکت ترلاسه کړى دى.

نوموړي دغه لاسته راوړنه ټولو هېوادوالو ته ډالۍ  او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به د نورې ښې لوبې هڅه کوي، څو د هېواد نوم لا هم روښانه کړي.