ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بريتانيا: افغانستان پر بريتانيا د ډاډمن شريک حساب کولی شي

بريتانيا: افغانستان پر بريتانيا د ډاډمن شريک حساب کولی شي

author avatar
5 Dec 2014 - 09:33
بريتانيا: افغانستان پر بريتانيا د ډاډمن شريک حساب کولی شي
author avatar
5 Dec 2014 - 09:33

کابل (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۳): د بريتانيا لومړی وزير وايي، چې افغانستان پر بريتانيا د يوه ډاډمن شريک په توګه حساب کولی شي.

د ولسمشر د وياند د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، د بريتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کامرون سره د لندن په ښار کې وکتل.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو، سولې او امنيت، سوداګرۍ، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، ډېوېډ کامرون په تېرو دوو مياشتو کې د افغانستان د نوي حکومت له خوا د ترسره شويو اقداماتو هرکلی وکړ او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د اوږدمهالو مرستو او همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ.

ده ولسمشر غني ته وويل، چې افغانستان کولای شي پر بريتانيا باندې د يوه ډاډمن شريک په توګه حساب وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د بريتانيا له مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه.

ده وويل، افغانستان چمتو دی چې د همکاريو د نوي فصل په پرانيستلو سره له بريتانيا سره خپل مشارکت او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره د لندن په ښار کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو مناسباتو د پراختيا، د افغانستان د سولې د بهير په اړه د ګاونډيو هېوادونو د رول او د يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئلو په باب خبرې وکړې.

جان کيري د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان او د دغه حکومت د مشرتابه له  اصلاحي پروګرامونو څخه يې قدرداني وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.