ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو

ولسمشر غني: نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو

author avatar
5 Dec 2014 - 09:32
ولسمشر غني: نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو
author avatar
5 Dec 2014 - 09:32

کابل (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۳): ولسمشر اشرف غني وايي، نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو، خو نړۍ او موږ ګډې ګټې او ګډ ګواښونه لرو، نو د دې لپاره بايد له نړۍ سره همغږي شو.

د ولسمشر د وياند د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني، يادې څرګندونې د لندن په کنفرانس کې په خپلې وينا کې په ډاګه کړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان لپاره د لندن کنفرانس تېره ورځ د بريتانيا هېواد په کوربه توب، د دغه هېواد په پلازمېنه لندن کې پيل او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په اختتاميه وينا پای ته ورسېد.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب د دغه کنفرانس د کوربه توب له امله د بريتانيا له لومړي وزير څخه مننه وکړه.

محمد اشرف غني په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ۳۴۰۰ تنو پرسونل د وژل کېدو او د څه د پاسه ۳۰۰۰۰ سرتېرو د ټپي کېدو درناوی وکړ.

هغه له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د حکومت او خلکو همکارۍ ته د اشارې په ترڅ کې وويل، په افغانستان کې له نړيوالې ټولنې سره د همکارۍ په اړه، ملي او سياسي اجماع شتون لري.

ده زياته کړه، افغانستان د داسې يو اسلامي هېواد په توګه چې ۹۹ عشاريه ۹ سلنه وګړي يې مسلمانان دي، د دغې همکارۍ وياړ لري او غواړي دې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ولسمشر څرګنده کړه، چې موږ دغې همکارۍ ته ژمن يو او غواړو د خپلو خلکو د ارادې پربنسټ عمل وکړو.

اشرف غني وايي: “که داسې يو ذهنيت موجود وي، چې د افغانستان دولت د ناامنيو له امله د سقوط په درشل کې دی، دا يو باطل خيال دی؛ زموږ ځواکونه پياوړي شوي دي، هغه قابليتونه چې په تېرو څلورو کلونو کې رامنځته شوي دي، بې سابقې دي.”

د ده په وينا، موږ د دې لپاره نه يو انتخاب شوي، چې له سقوط سره مخامخ شو، بلکې موږ به د رامنځته شويو ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړو او پر هغو به برلاسي شو.

ولسمشر په هېواد کې د سولې ټينګښت يو ملي لومړيتوب وباله او په افغانستان کې د ناټو سازمان له جګړه ييز ماموريت څخه د ناجګړه ييز ماموريت د انتقال له پېلېدو څخه يې هرکلی وکړ. 

د هغه په خبره، زموږ امنيتي ځواکونه دې ته چمتو دي، چې د خپل هېواد د امنيت بشپړ مسووليت په خپله غاړه واخلي.

غني د سيمه ييزې همکارۍ اهميت ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې موږ له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره فعالې خبرې اترې پيل کړې دي او د رامنځته شوي ډيالوګ له ماهيت څخه خورا راضي يو.

ولسمشر څرګنده کړه، موږ يو انتخاب لرو؛ يا به د اسيا د همپالنې بنسټ ګرځو او يا به د اسيا په يوې هېرې شوې څنډې بدلېږو؛ ځکه چې وخت هېچا ته هم نه درېږي او دا موږ دې ته اړ باسي، چې له دغه فرصت څخه د خپلو خلکو د ښې راتلونکې لپاره استفاده وکړو.

ده د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مسئله يوه بنسټيزه مسئله وبلله او ويې ويل، چې زموږ ټول تمرکز پر دې دی، چې فقر له منځه يوسو.

ولسمشر وويل، موږ خپله د عمل برنامه له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړې ده او غواړو چې زموږ دغه برنامه د نړيوالو همکارانو په مرسته عملي شي.

نوموړي نړيوالې ټولنې ته وړانديز وکړ، چې په افغانستان کې د پروژو پرځای د افغانستان حکومت ته د مثبتو پايلو د رامنځته کولو لپاره مالي سرچينې په واک کې ورکړي.

محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې جدي کار ته د اشارې په ترڅ کې وويل، اوس دې ته اړتيا نشته چې زموږ نړيوال دوستان موږ ته د فساد د شتون يادونه وکړي، ځکه موږ په خپله له فساد سره مبارزې ته ژمن يو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د لندن د کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، ولسمشر غني او د بريتانيا لومړي وزير ډيويډ کامرون په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

د افغانستان ولسمشر د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په دغو دوو مياشتو کې د بې باورۍ فضا له منځه لاړه او نن د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه د باور په فضا کې ژوند کوي او دليل يې دا دی، چې موږ خپلې ستونزې په رښتينې او روښانه ډول مطرح کړې او ومو ويل، چې ستونزو ته د حل لارو د موندلو مسووليت زموږ دی.

ده زياته کړه، چې نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو، خو نړۍ او موږ ګډې ګټې او ګډ ګواښونه لرو، نو د دې لپاره بايد له نړۍ سره همغږي شو، ترڅو داسې اقدامات ترسره شي، چې دغه ګډ ګواښونه له منځه لاړ شي او اوس د ګټو تعريف فرق لري.

هغه وايي، همغږي او همکاري بايد يواځې په پوځي برخه کې نه وي، موږ غواړو چې پانګونه وکړو او سوداګري پراخه کړو، ترڅو زموږ د خلکو ژوند په بنيادي ډول تغيير وکړي او د دې کار لپاره بايد د همکارۍ يو نوی فصل پيل شي.

محمد اشرف غني د لندن په کنفرانس کې د افغانستان لپاره له شويو ژمنو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې زموږ له موخو سره سم هغه ژمنې چې د توکيو په کنفرانس کې شوې وې، د لندن په کنفرانس په ډېر قوت سره بيا تکرار او نوې شوې.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د لندن په ناسته کې د توکيو په کنفرانس کې د شويو ژمنو پر بيا نوي کولو سربيره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړيوالې ټولنې له خوا د ۱۶ ميلياردو ډالرو ژمنه هم وشوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.