ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاح غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاح غوښتنه وکړه

author avatar
16 Dec 2014 - 18:53
اروپايي ټولنې د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاح غوښتنه وکړه
author avatar
16 Dec 2014 - 18:53

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٣): د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې ډلې، د افغانستان د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه خپلې موندنې خپرې کړې او د دغه هېواد له حکومته يې وغوښتل چې سملاسي په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ګام پورته کړي.

د دغې ډلې مشر تايسن برمن وايي، کومو کسانو چې په ټاکنيزو درغليو کې لاس درلود نو هغوى بايد تر قانوني چلند لاندې ونيول شي.

 برمن نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې که  د درغلۍ عاملين ونه پېژندل شي او ترعدلي څار لاندې ونه نيول شي نو په افغانستان کې به راتلونکې ټاکنې هم په دغه کچه له درغليو ډکې وي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو پر مهال پراخه درغلۍ وشوې او د درغلۍ کچه له هغې ډېره وه، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسيون له لوري د رايو د څېړنې په پايله کې څرګنده شوه.

خو هغه په ورته مهال وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو ټاکنو د پايلو د اعلان لپاره په افغانستان کې موجود سياسي وضعيت ته پام سره پرېکړه وکړه.

که څه هم هغه د پايلو د اعلان څرنګوالى له تاسف ډک وباله، خو زياته يې کړه چې د روان ټاکنيزو شخړو د پاى ته رسولو او د ډاکټر اشرف غني   او عبدالله عبدالله د پلويانو رايو ته د درناوي لپاره بلې لارې شتون نه درلود.

د اروپايي ټولنې د ټاکنيزو څارونکو مشر، د ټاکنو په ورځ د ښه امنيت ساتلو په اړه د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره له تخنيکي پلوه ښه چمتووالى نيول شوى و.

برمن زياته کړه: ” له تخنيکي پلوه، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ښه ډول تنظيم شوې وې، ښه پرمختګونه يې درلودل او امنيتي ځواکونه په کې ښه وځلېدل. موږ ټول هغه کسان چې دغه ټاکنې يې له خطرونو سره سره ممکنې کړې، ستايو.”

هغه همدارنګه يادونه وکړه، چې د افغانستان د ټاکنو قانوني چوکاټ له نړيوالو معيارونو سره برابر دى” خو له بده مرغه د درغلۍ ضد لارې چارې په کې کمې وې او په ښه ډول تر سره نه شوې.”

برمن له افغان حکومت څخه د ټاکنو په لړۍ کې د ژر تر ژره بدلون رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.