ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: امريکا سره واقعي همکاريو ته ژمن يو

ولسمشر غني: امريکا سره واقعي همکاريو ته ژمن يو

author avatar
17 Dec 2014 - 16:59
ولسمشر غني: امريکا سره واقعي همکاريو ته ژمن يو
author avatar
17 Dec 2014 - 16:59

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ستونزو په هواري کې د نړۍ مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري او له امريکا سره واقعي همکاريو ته ژمن دى.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ځينو امريکايي سناتورانو سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې يادو امريکايي سناتورانو د افغانستان د ملي يووالي له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوى ويلي، ژمن دي چې د افغانستان له نوي حکومت سره همکاري وکړي، ترڅو دغه حکومت وکولی شي خپلو اوږدمهالو موخو ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د امريکا د خلکو او د هغه هېواد د حکومت له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

د ده په وينا، چې دوى له امريکا سره واقعي همکاريو ته ژمن دي.

دى وايي: “موږ خپلې ستونزې پېژندلي او په ورته وخت کې د دې ستونزو لپاره د حل لارې هم لرو او په دې برخه کې د نړۍ مرستو او ملاتړ ته هم اړتيا لرو.”

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د ملي يووالي حکومت د ملاتړ، اقتصادي مسايلو، د افغانستان د خلکو لپاره د امريکا د مرستو، د افغانستان د سولې د بهير، د سيمه ييزو همکاريو، د افغانستان د اوبو د مديريت او د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.