منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

شبرغان کې يو ښوونځى سوځول شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

شبرغان (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣): ناپېژاندو وسله والو  د جوزجان مرکز د شبرغانو ښار په اړونده سيمه کې يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي وايي، چې د حسن تابين د ښوونځي پورې بله اړونده ودانۍ د جوزجان ښار په ١٠ کيلومترۍ کې پرون شپه شاوخوا لس بجې سوځول شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليس د خلکو له لوري تر خبرېدو وروسته له اطفايې سره يو ځاى د پېښې سيمې ته رسېدلي او د اور مخه يې نيولې ده.

رووفي ادعا وکړه، چې له وسله والو طالبانو پرته بل څوک په داسې کوم کار لاس نه پورې کوي، چې په دې اړه څېړنې پيل شوي او تر اوسه پورې د ښوونځي د سوځولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ويلي و چې دوى که څه هم د اوسني ښوونيز نصاب مخالف دي، خو د ښوونځيو په سوځولو کې لاس نه لري.

د حسن تابين په کلي کې د حسن تابين لېسه په ټوله کې له زرو څخه ډېر زده کوونکي او اړونده بله ودانۍ يې د ٨ ټولګيو په درلودو سره شاوخوا ٤٠٠ زده کوونکي (هلکان او نجونې) لري.

د لېسې مدير محمداجمل وويل، چې په دغه پېښه کې د ښوونځي د ادارې په ګډون، درې درسي ټولګي، حاضري، ترقې تعليم او نور توکي سوځېدلي دي.

هغه وويل، چې درې وسله والو د ښوونځي د څوکيدار لاسونه له وهلو ټکولو وروسته تړلي او له هغه وروسته يې په تشناب کې بند کړى، چې بيا ياد ملازم  په تړلو لاسونو را وتلى او په دې اړه يې خلکو ته خبر ورکړى دى.

د حسن تابين لېسې مدير زياته کړه: ” موږ د ښوونځي سوځول په کلکه غندو، چا چې دا کار کړى  له دې پرته چې ماشومانو او پوهنې ته يې زيان رسولى، بل هيڅ  يې نه دي تر لاسه کړي.”

د لېسې مدير وويل، چې د دغې لېسې زده کوونکو کلنۍ ازموينې تېرې کړې او اوسمهال رخصت شوي دي.

وسله والو مخالفينو درې اونۍ وړاندې هم د جوزجان په خانقا ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى تړلى او د کلنۍ ازموينو د نه تر سره کېدو غوښتنه يې کړې وه، چې د پوهنې چارواکو ويلي، بيا يې د زده کوونکو ازموينې په يوه با امنه کلي کې اخيستې دي