منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د يوې ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

ميمنه (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٣): فارياب ولايت کې نن درېيو تنو د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ، يو بل تن د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى او همدارنګه د يوه ځوان مړى په ځوړند حالت  کې موندل شوى دى.

دغه ترافيکي پېښه نن د اندخوى-جوزجان پر لويه لار د يوې کرولا او بار وړونکي هينو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د فارياب د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي، چې هينو موټر د خرابېدو له امله د سړک يوې څنډې ته درول شوى و، چې کرولا موټر ورسره ټکر شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې د کرولا موټر درې سورلۍ چې ټول يې نارينه دي؛ وژل شوي دي.

 سنجر زياته کړه، چې د هينو او کرولا موټرو چلوونکي اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

 يو بل تن د فارياب په خواجه سبز ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري هم وژل شوى دى.

 د ولسوالۍ اداري مشر سخي محمد بيګ وايي، چې وژل شوى تن د ولسي ځواک يو غړى و، چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې به  يې جګړه کوله او تېره شپه د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.

 وسله والو طالبانو د هغه د وژلو مسووليت منلى دى.

 همدرانګه د يوه بل ٢٢ کلن ځوان مړى په زندۍ شوي شکل په اندخوى ولسوالۍ کې موندل شوى او سطان سنجر وايي، چې دغه  مړى د معاينې لپاره عدلي طب ته لېږدول شوى دى.

 

د ميمنې ښار د افغان-ترک روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت وايي، چې د دغه ځوان په مرۍ کې د دوسمال نښې نښانې تر سترګو کېږي.

 سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې دغه ځوان ځان وژنه کړې او که د بل چا له لوري زندۍ شوى دى.