دويم تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د موټر په وسيله د شوي ځانمرګي بريد له امله دوه تنه وژل شوي او د پنځو ماشومانو په ګډون ١٦ نور ټپيان دي.
د موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد د سلواغې په ٢مه شاوخوا دوه نيمې بجې د لښګرګاه ښار اړوند د لښکري په سيمه کې رامنځته شو.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه بريد د عامه نظم پر پوليسو شوى چې د يوه پوليس په ګډون په کې دوه تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د والي وياند وايي چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان او څو تنه پوليس هم شامل دي خو هغه يې دقيق ارقام ونه ښودل.
د هلمند ملکي روغتون سرچينو پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ورته ١٦ ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي چې په ټپيان کې ډېرى ملکي وګړي دي.
د عبدالشکور په نوم يوه تن د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد يې د کور مخې ته شوى او دوه زامن يې په کې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د پېښې په سيمه کې د هټيو او کورونو ښيښـې ماتې شوې او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر يې ډېر وي.
په هلمند کې د عامه نظم پوليسو د دويم کنډک قوماندان سمونوال نازک مير تاييدوي چې پر پوليسو يې ځانمرکى بريد شوى او څو سرتېري يې ټپيان دي خو هغه يې کره شمېره ونه ښوده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې پېښې مسووليت منلى او ويلي يې دي چې د عامه نظم پر پوليسو يې ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ١٨ پوليس وژلي دي.










