منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

له غور او باميانو کابل ته غځېدلې لارې وتړل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

باميان-فيروزکوه (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): له باميانو او غور ولايتونو کابل ته غځېدلې لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

باميان د حاجيګک غاښي له ميدان وردګو او شيبر کوتل او د پروان له غوربند درې له تېرېدو وروسته له کابل سره نښلول کېږي.

دغه ولايت ته د حاجيګک غاښي له لارې ١٧٥ او د شيبر کوتل له لارې ٢٣٥ کيلومتره واټن شته او د حاجيګک بندښت خلکو له ستونزو سره مخ کړي دي.

د باميان-کابل لين يو موټر چلوونکي شېرمحمد وايي چې د حاجيګک غاښى له تېرو دوو ورځو راهيسې د درنې واورې ورېدنې په سبب د موټرو پر مخ تړل شوى او کابل ته د شيبر کوتل له لارې تګ راتګ کوي.

دغه چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس د لارې مسافر د شيبر له لارې کابل ته ځي چې له يوې خوا وخت نيسي او له بلې خوا اړ دي چې د حاجيګک د لارې په پرتله سل افغانۍ زياتې ورکړي.

د باميانو د شيبر ولسوال محمدعظيم فريد وايي چې د حاجيګک کوتل بايد د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو له خوا خلاص شي، خو په تېرو ١٣کلونو کې د يادو ادارو چارواکو په دې اړه څه اقدام نه دى کړى.

هغه زياته کړه چې دغه کوتل به د راتلونکي کال د پسرلي تر لومړيو پورې بند پاتې شي او د پسرلي په لومړنۍ نېټه به يې خلک پاک کړي.

د ويلو ده چې هر کال د حاجيګک لاره د درنې واورې ورېدنې په سبب بندېږي، څرنګه چې مخکې هم دغه لاره له اتو مياشتو بندښت وروسته د تېر کال په غويي مياشت کې د ځايي خلکو له خوا د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

بلخوا له غور څخه هرات او کابل ته تللې لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د غور د فوايد عامې رياست مشر انجنير خليل نور پژواک ته وويل چې واوره ورېدنه له تېرې شپې راهيسې پيل شوې او اندازه يې له ٢٠ تر ٨٠ سانتي مترو پورې ده.

هغه وايي چې له دولتيار ولسوالۍ پرته د غور د نورو اتو ولسواليو لارې هم تړل شوې دي.

د فوايد عامې امر زياته کړه چې که چېرې لارې بندې پاتې شي، خلک به د خوراکي او سون توکو سربېره د ناروغانو په لېږدولو کې هم له ستونزو سره مخ شي، خو د دوى ادارې له ځايي شوراګانو سره د ٦٠٠ کيلومتره واورينو ځايونو د پاکولو تړون کړى چې ډېر ژر به له واورو پاکې شي.