منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل – کندهار پر لويه لار ترافيکي پېښه کې اته مسافر ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کلات ( پژواک، ٦ سلواغه ٩٣ ): د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اته مسافر سخت ټپيان شوي دي.

دا پېښه نن (د سلواغې ٦مه) د زابل اړوند د شهر صفا ولسوالۍ کې پر دې لاره رامنځه شوې ده.

د شهر صفا امنيه قوماندان سردار محمد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس  بجې د دې ولسوالۍ د ارهډ مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د سپرليو يو ٣٠٣ موټر چې له هراته کابل ته پر لاره و، مخامخ يې له ټېلر موټر سره ټکر کړى دى.

امنيه قوماندان وايي چې په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر اتنه سپرلي ټپيان شوي چې په کې ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و او د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، نن سهار په کندوز ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٦ نور ژوبل شوي وو.