کلات (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د کابل – کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه نن (د سلواغې ٩مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د زابل ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د کاکړانو چينې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ذبيح الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د ټونس پيما شرکت اړوند يو ٣٠٣ موټر له ټېلر موټر سره جنګېدلى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د پوليسو په رينجر او امبولانس موټرو کې روغتون ته ولېږدول شول.
د زابل د ترافيکو مدير سمونوال عبدالاحمد د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې يو ٣٠٣ موټر چې له کندهاره کابل ته روان و، له مخامخ راتلونکي ټېلر موټر سره جنګېدلى دى.
دى وايي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٢ تنه مړه او تر ٣٣ زيات ژوبل شوي دي.
هغه زياتوي، مړي او ټپيان د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا په امبولانسونو، رينجرو او شخصي موټرو کې د کلات روغتون ته وړل شوي دي.
د ترافيکو مدير د دې پېښې لامل د ٣٠٣ موټر د چلوونکي بې احتياطي وښوده او زياته يې کړه، چې ډېرى مهال دا ډول پېښې د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
د زابل د مرکزي روغتون د بېړنۍ څانګې يوه ډاکټر پژواک ته وويل، چې دوى ته ٢٢ مړي او ٣٣ ټپيان ور وړل شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سرچينې په وينا، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او په څو شېبو کې به کندهار ولايت ته ولېږدول شي.
ولسمشر محمد اشرف غني په يادې ترافيکي پېښه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشيني څرګنده کړې ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د عامې روغتيا چارواکو او د زابل والي او نورو اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
نوموړي د دغې پېښې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته د لوی خداى له درباره د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.










