منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“ولسمشر دې د کرکټ په چارو کې د لاسوهنو مخه ونيسي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ يوه چارواکي له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د کرکت په چارو کې د لاسوهنو مخه ونيسي.

د افغانستان کرکټ د ټاکنيزې کمېټۍ غړي رييس احمدزي دغه څرګندونې پرون له ولسمشر اشرف غني سره د ملي لوبډلې د ليدنې پر مهال کړې دي.

د کرکټ ملي لوبډله او د کرکټ ادارې يو شمېر چارواکو پرون نړيوال جام ته تر روانېدو مخکې له ولسمشر سره وليدل او ولسمشر ورته د برياليتوبونو هيله څرګنده کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ليدنې پر مهال د کرکټ د غوراوي کمېټې غړي رييس احمدزي ولسمشر ته په خپلو چارو کې د يو شمېر چارواکو د لاسوهنې شکايت وکړ.

د هغه په وينا، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړ چې د دغو لاسوهنو د مخنيوي هڅه به کوي.

ولسمشر ويلي چې د کرکټ په اداره کې وړ کسان پر دندو ګومارل شوي او هغوى کولى شي خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي.

رييس احمدزي هم له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال يو ځل بيا د يو شمېر چارواکو، سياسيونو، وکيلانو او وزيرانو له لاسوهنو شکايت وکړ.

د هغه په وينا، دغه کسان په ځانګړې توګه د ملي او نورو لوبـډلو د ټاکنيزو پروسو پر مهال د لوبغاړو واسطې کوي او پر دوى د فشار اچولو هڅې کوي.

دى وايي، که چېرې د دې مخه ونه نيول شي، نو کېداى شي په راتلونکي کې دا ډول لاسوهنې د کرکټ لوبې ته زيان ورسوي.

احمدزي زياته کړه: ((ځيني کسان دا هم وايي چې له ولسمشر سره نږدې اړيکې لري او په دې ډول سره د فشار اچولو هڅه کوي.))

نوموړي له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې د ده شکايت يې په ورين تندي واورېد او د دې لاسوهنو د مخنيوي ډاډ يې ورکړ.

ده زياته کړه: ((دوى تل هڅه کړې ده چې بې پلوه و اوسي او د استعدادونو له مخې لوبغاړي غوره کړي.))

د کرکټ بورډ پخوانى کارکوونکى او د لوبه کرکټ ټولنې مسوول زراب شاه زهير هم وايي چې په بېلابېلو وختونو کې چارواکي او وکيلان د لاسوهنو هڅې کړې دي.

هغه د کوم چارواکې او يا وکيل نوم وانه خيست خو پژواک اژانس ته يې وويل، د لوبغاړو ټاکنيزې کمېټې خپلواکې وي او که چېرې لاسوهنې په کې وشي، نو د کرکټ لوبې ته زيان رسېږي.