منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

واورې د بدخشان خلک له ستونزو سره مخ کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

فيض اباد (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣): په بدخشان کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولايت د ١٧ ولسواليو لارې تړل شوې او خلک د روغتيا او د خوراکي توکو په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه ولسوالۍ د راغستان، کوهستان، شهر بزرګ، ارګو، درايم، تيشکان، ارغنچخواه، شغنان، زېباک، اشکاشم، واخان او دروازها ولسوالۍ دي چې د بدخشان له مرکز سره يې غځېدلې لارې تړل شوې دي.

د ماهمي، نُسي، شُکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ په دروازها کې شامليږي، چې خلک يې له دريو شپو او ورځو تېرولو د حيواناتو او پلي تګ وروسته د خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتيا د پوره کولو په موخه د بدخشان مرکز فيض اباد ښار ته راځي.

د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې مشر عبدالله همايون دهقان وايي چې د واورې ورېدو له امله تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه راپورونه نه دي تر لاسه شوي او که چېرې د واورې ورېدل دوام پيدا کړي نو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کولى شي.

هغه زياته کړه چې د سپين ږيرو او اميدوارو ښځو د مړينې امکان شته چې د لارو د بندېدو له امله يې روغتيايي مرکزونو ته د هغوى لېږدول سخت دي.

د دغه ولايت په ولايتي شورا کې د خواهان ولسوالۍ د خلکو پخواني استازي او د سولې شورا مشر عبدالواحد طيبي وايي چې د دې ولسوالۍ د حوض شاه سيمې اوسېدونکي به چې سږ کال يې کرنيز حاصلات هم ښه نه وو او ان خپل کرنيز تخمونه يې هم نه دي ترلاسه کړي، له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د واورې ډېر ورښت د دې لامل کېږي څو د لرې پرتو سيمو سپين ږيري او اميدوارې ښځې چې له روغتيايي مرکزونو دوه ورځې پلى واټن لري، روغتيايي کلينيکونو ته لاسرسى پيدا نه کړي او د هغوى د مړينې لامل وګرځي.

طيبي زياته کړه چې تېر کال هم په همدغه موسم کې د حوض شاه په سيمه کې درېيو ښځو د لارو د بندښت له امله ژوند له لاسه ورکړى و.

د حوض شاه سيمه کې د زريچ کلي اوسېدونکي عبدالرحيم وويل چې د واورې ورښت اوس هم دوام لري، ان يو نيم متر ته رسېدلې او د کليو اوسېدونکي د ولسوالۍ مرکز ته د خپلو لومړنيو ضرورتونو د پوره کولو لپاره نه شي تللى.

هغه وويل: “ډېرى ناروغان، روغتيايي مرکزونو ته چې دوه ورځې د پلي تګ واټن ترې لري، ډاکټرانو او درمل ته لاسرسى نه لري او د واورې د دوام په صورت کې ځاني مرګ ژوبلې امکان هم شته.”

د ولايتي شورا غړې او د شعنان د خلکو استازې فرحناز پاميري وويل چې د وروستيو دريو شپو او ورځو واورې ورېدنې چې لوړوالى يې يو نيم متر ته رسېږي؛ د ولسوالۍ له مرکز سره د ډېرو کليو لارې تړلې او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغې زياته کړه چې څلور ورځې وړاندې يادې ولسوالۍ ته د اغاخان د روغتيايي دفتر له خوا د سوي تغذي ماشومانو سره د مرستې لپاره اووه ټنه خوراکي توکي لېږدول شوي، خو د رباط او پاجورد کليو تر منځ د سړک ښويېدنې له امله د روشان په سيمه کې دغه ټول موټر ولاړ دي.

 بدخشان د هېواد يو غرنى او د سختو لارو درلودونکى ولايت دى چې له تاجکستان، پاکستان او چين سره ګډه پوله لري.

د دغه ولايت لرې پرته سيمه په واخان ولسوالۍ کې د وړوکي او لوى پامير سيمه ده چې له چين هېواد سره په ګډه پوله پرته ده.