منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې واورې ښويېدنې د درېيو کليو لارې تړلې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

پلخمري- فيض اباد (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): د بغلان ولايت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د زرګونو کسانو نښلوونکې لار او همدارنګه د بدخشان-تخار لويه لار د واورې او تپې د ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

د واورې ښويېدنې دغه پېښه پرون شپه رامنځته شوې او د خليفه جمعه، دښت خاصه او ميرداد کليو لارې يې د ولسوالۍ له مرکز سره تړلې، خو کومه مرګ ژوبله نه لري.

د دغو کليو د اوسېدونکو شمېر شاوخوا ١٥٠٠ کسانو ته رسېږي او دوى له دې څخه په وېره کې دي چې که چېرې دغه لار خلاصه نه شي نو د خوراکي توکو له کمښت او روغتيايي ستونزو سره به مخ شي.

د خليفه جمعه کلي يوه اوسېدونکي خدايداد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې لس کورونه تر واورو لاندې شوي، خو خلکو په دې اړه له پخوا معلومات درلودل چې په غره کې واوره جمع شوې نو له همدې امله يې له واورې ښويېدو وړاندې خپل کورونه پرېيښې وو.

هغه زياته کړه چې د سيمې اوسېدونکو دغه کورونو له واورو پاک کړي او نن دغو کورونو ته د کورنيو د ستنېدو لپاره زمينه برابره شوې ده.

د سيمې يوه مخور محمدعزيز وويل چې دغې واورې ښويېدنې شاوخوا ٥٠٠ متره اوږد سړک نيولى او خلک په يوازې توګه دغه لار نه شي پرانيستلى چې د بغلان چارواکي بايد په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دغه قومي مخور زياته کړه: “که لاره خلاصه نه شي نو خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي او د ولسوالۍ مرکز روغتيايي کلينيک ته د خپلو ناروغانو د لېږد پر مهال به له ستونزو سره مخ شي او د دې امکان هم شته څو ناروغان ژوند له لاسه ورکړي.”

خو د بغلان سرپرست مرستيال عبدالقديم نيازي وويل چې له ژمي وړاندې يې يوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د واورې ښويېدنې او سېلاب په څېر د طبيعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالى ولري.

هغه چې د بغلان د بېړنيو حالاتو د کمېټې غړى هم دى، وايي چې دغه کمېټه د کليو د پراختيا رياست په مرسته خلکو ته پيسې ورکوي، څو له دغو نښلوونکو لارو څخه واورې پاکې کړي.

نيازي څرګنده کړه چې نن د ګذرګاه نور چارواکو د دې سيمې خلکو ته يو سکواټور په واک کې ورکړى او خلکو هم د واورې پاکونې کارونه پيل کړي او امکان شته چې دغه لار تر سبا پورې پرانيستل شي.

د بدخشان-تخار لويه لار هم د تپې د ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د بدخشان ولايت د ترافيکو امر څارمن ابراهيم مهدي پژواک ته وويل چې دغه لويه لار د فيض اباد- مهارک لارې په اوږدو کې د کزرها په سيمه کې تړل شوې او د چکړو د ډېرښت له امله به دغه لار تر ماښامه پورې پرانيستل شي.

هغه زياته کړه، چې دغه تپه د تېرې شپې د واورې او باران له امله ښوييدلې او لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د بدخشان د فوايد عامې رييس انجنير عبدالغني وويل چې دې سيمې ته يې دوه سکواټور او لوډر لېږلي او د فوايد عامې کارکوونکو خپل کار پيل کړى دى.

د دې لارې د بندېدو له امله د سړک دواړو غاړو ته لسګونه موټر ولاړ دي.

د بدخشان-کابل لويې لارې د ٣٠٤ موټر يوه چلوونکي محمدسرور وويل: “موږ او مسافر هم د فوايد عامې له کارکوونکو سره د لارې د پرانيستو لپاره مرسته کوي.”