منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د جلال اباد – تورخم پر لاره ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

جلال اباد ( پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣ ) : د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه شول .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د روداتو ولسوالۍ اړونده د سرخ دېوال په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې يو کرولا موټر له  ټېلر سره ټکر کړى، چې له امله يې په کرولا موټر کې اور لګېدلى و.

د عبدالزي په  وينا، په دې پېښه کې د کرولا موټر څلور کسان چې يوه يې ښځه وه، سوځېدلي او مړه شوي دي.

د روداتو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، کرولا  له جلال اباد څخه  د تورخم پر لور او ټېلر له  تورخم  څخه د جلال اباد پر لور روان و، چې ياده پېښه رامنځته شوه.

دغه راز د پېښې لامل د کرولا موټر بې احتياطي ښودل شوې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

تېره اونۍ د کابل – کندهار پر لويه لاره د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د يوه ٣٠٣ موټر او ټېلر ترمنځ ټکر کې لسګونو  تنو  ته مرګ ژوبله اوښتې وه.