هرات ښار (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): د هرات – کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه د سلواغې په ١٧مه سهار شاوخوا شپـږ بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د شينډنډ ولسوال انجنير فرامرز پژواک خبري اژاسن ته وويل چې د دې ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې د ميوند بس ترانسپورتي شرکت اړوند د مسافرو يو ٣٠٣ موټر چې له هراته د کندهار پر لور روان و، له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون ٧ تنه مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
ولسوال وايي چې د پېښې ټپيان د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا د هرات ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کندهار – کابل پر لويه لاره په زابل کې د ټونس پيما شرکت اړوند د سپرليو د ٣٠٣ موټر د ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ډېرى قربانيان يې د هرات ولايت اوسېدونکي وو.
تر دې پېښې وروسته د هرات يو شمېر اوسېدونکو د احتجاج په توګه لاريون وکړ او د اړوند ترانسپورټي شرکت د مسوولينو د محاکمې غوښتنه يې کوله.










