منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په موټرو کې د چلوونکو له خوا د امنيتي کمربند نه تړل د اندېښنې وړ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): د کابل د ترافيکو ادارې چارواکي وايي چې د ترافيکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې پر لوړې کچې سربېره هم په دغه ولايت کې ډېرى موټر چلوونکي امنيتي کمربند نه تړي.

د کابل د ترافيکو مدير جنرال اسدالله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په بېلابېلو برخو کې پر پرمختګونو سربېره لا هم په کابل کې په موټر کې د سفر پر مهال د ستاتونکي کمربند کارولو فرهنګ ډېر کمزورى دى.

هغه وويل: ((يو شمېر چلوونکي د ترافيکو د مامور په ليدو دغه کمربند تړي، خو کله چې د هغه له سترګو لرې شي، بېرته يې خلاصوي او د دغه کار له ګټو بې خبره دي.))

د کابل د ترافيکو مدير زياته کړه: ((که چېرې کمربند وکارول شي، نو د ټکر او يا د موټر اوښتو پر مهال سپاره کسان له ښېښې او مقابل لوري سره له لګېدو او له موټر څخه بهر ته له ناڅاپې غورځېدو ژغورل کېږي، خو له دې پرته سخت ټپي او يا هم مړ کېږي.))

خو د جنرال اسدالله په خبره چې د دې ساتونکې وسيلې پر دومره اهميت سربېره هم چلوونکي او سپرلي ورڅخه کار نه اخلي.

د ترافيکو مدير د بېلګې په ډول د هغې پېښې يادونه وکړه چې تېره اوونۍ د خيرخانې په کوتل کې رامنځته شوه او يو کرولا موټر له سړکه تر وتلو وروسته له کوتله لاندې ولوېد.

د ده په خبره، په دې پېښه کې په موټر کې دوه سپاره د کمربند نه کارولو له امله مړه شول.

هغه زياته کړه چې دې ادارې د روان کال له پيله تر اوسه په دې اړه پنځه ابلاغيې خپرې کړې او په څنګ کې يې د چلوونکو په روزنيزه دوره کې هم تل د دې ساتونکې وسيلې پر ساتلو ټينګار کړى دى.

خو دغه اندېښنه داسې مهال څرګندېږي چې يو شمېر چلوونکي له دې وسيلې کار اخلي او ډېر ګټور يې بولي.

د کابل اوسېدونکي قاسم وويل چې څه موده وړاندې له خپلو يو شمېر دوستانو سره جلال اباد ته تللى و او د بېرته را ستنېدو پر مهال يې موټر له لارې ووت او چپه شو.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې يې درې د لارې ملګري سخت ژوبل شول چې له دې ډلې يوه کس د يوه کال لپاره خپله حافظه وبايلله او د يوه پښه ماته شوه.

خو قاسم زياته کړه چې ده ته په دې پېښه کې د ساتونکي کمربند د کارولو په سبب زيان ونه رسېد.

د کابل د ترافيکو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په ٩ مياشتو کې په دغه ولايت کې ٧٤١ ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ١٧٤ کسان وژل شوي او ٣٨٣ نور ژوبل شوي دي.

د دغه ولايت د ترافيکي پېښو د څېړنې امر سمونوال عبدالمالک په کابل کې د ترافيکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې د لوړې کچې په اړه پژواک ته وويل چې دې ادارې له کمربند څخه د ګټې اخيستو چاره جدي نيولې او په روان کال کې يې د دې چارې لپاره تدابير نيولي دي.

هغه وويل هغه چلوونکي چې له ساتونکو کمربندونو کار نه اخلي، په ځانګړي ډول په لويو لارو کې، نو له ٥٠٠ نيولې تر زرو افغانيو پورې جريمه کېږي.