ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزيز: پاکستان ګاونډيانو سره اړېکو کې ‘عمده بدلون’ ته اړتيا لري

سرتاج عزيز: پاکستان ګاونډيانو سره اړېکو کې ‘عمده بدلون’ ته اړتيا لري

author avatar
12 Feb 2015 - 13:39
سرتاج عزيز: پاکستان ګاونډيانو سره اړېکو کې ‘عمده بدلون’ ته اړتيا لري
author avatar
12 Feb 2015 - 13:39

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٣): د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي، په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره پاکستان اړ دى چې له خپلو ګاونډيانو، افغانستان، هند او ايران سره په اړيکو کې عمده بدلون راولي.

نوموړي د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې د اسيا څلور لارې په نوم يوه سيمينار ته په خپله وينا کې پر پاکستان غږ وکړ “د خوندي ګاونډيتوب تصور تر هغه وخته پر واقعيت نه بدلېږي چې موږ له ګاونډيو هېوادونو افغانستان، هند او ايران سره په خپلو اړيکو کې کيفي بدلون راوړى نه وي.”

عزيز وويل د خوندي ګاونډيتوب رامنځته کول د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند د بهرنۍ پاليسۍ بنسټ دى چې غواړي د اقتصادي پراختيا پر اجنډا تمرکز ولري.

د پاکستان د لومړي وزير سلاکار، په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ او داعش په ګډون د هغو پېچلو ننګونو په اړه خبرې وکړې چې سيمه ورسره مخ ده او غوښتنه يې وکړه چې سيمه ييزو اختلافاتو ته د سياسي خبرو له لارې حل ولټول شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ځانګړې توګه له افغانستان، ايران او هند سره د پاکستان د ننګوونکو اړيکو يادونه وکړه.               

د سرتاج عزيز په خبره، له ايران سره د پاکستان د اړيکو ښه والى پيل شوى او همداراز په افغانستان کې په سياسي او امنيتي برخو کې پرمختګونو د اجتماعياقتصادي همکاريو د پراختيا هيلې رامنځته کړي.

نوموړي په افغانستان کې وروستي پرمختګونه “قيمتي فرصت، هيله او خوشبيني” بللې او د ساتلو لپاره يې د بهرنۍ مداخلې د پاى ته رسولو، د نړيوال اقتصادي او مالي ملاتړ د دوام او له تېرو تېروتنو د پرهېز غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړيکې په دې وروستيو کې ښې شوې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې تل ترينګلې وې. افغان حکومت به تل پاکستان له ترهګرو پر ملاتړ تورنوه او پاکستاني چارواکو به ويل چې دوى په خپله د ترهګرۍ قرباني دي.

خو د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره چې لا يې پنځه مياشتې نه تېرېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو بل پروړاندې تندې لهجې کارول او د تورونو لړۍ بنده شوې ده.

اشرف غني تل په خپلو خبرو کې پر سيمه ييز امنيت ټينګار کړى او ويلي يې دي چې ددې موخې لپاره به افغانستان خپلې هڅې ونه سپموي، خو  له ګاونډيانو يې هم تل ورته غوښتنه لرلې ده.

نوموړي په المان کې د ميونيخ په امنيتي کنفرانس کې ويناوالو ته وويل چې نور له ترهګرۍ څخه د استفادې وخت تېر شوى. که څه هم هغه په ډاګه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو اشاره يې ګاونډي هېواد پاکستان ته وه چې پر استخباراتي ادارې يې د افغان دولت د مخالفينو ملاتړ تورونه دي.

اشرف غني وړاندې هم د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو ته په اشارې ويلي وو “يواځې افغانستان څوک نشي غرق کولى، که غرق کېږو نو په ګډه به غرق کېږو”. اشرف غني د سيمه اړيکو د پياوړتيا په موخه تراوسه په سيمه کې چين او پاکستان ته سفرونه کړي دي.

د نواز شريف د ملي امنيت مشاور همداراز له افغانستان سره په دوه اړخيزه او سيمه ييزه مسايلو کې د چين د زياتېدونکي رول ستاينه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان ددې اقدام ستاينه کوي او په افغانستان کې د سولې، امنيت او اقتصادي پراختيا پر لور يو مثبت ګام بولي.

په دې وروستيو کې چين د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو د ځينو استازو کوربه وو.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.