شبرغان (پژواک،٢٨ سلواغه ٩٣): د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ګاز ډبې چاودنې يو ماشوم وواژه او د هغه پلار يې سخت ټپي کړ.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيدزمان الدين حسينى، پژواک خبرى اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن مازيګر د ملي تلوېزيون دفتر ته څېرمه په يوه هټۍ کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د يادې هټۍ خاوند د يخچال د ګاز ډبه په څټک وهله او وچاودېده.
دى،وايي چې په چاودنه کې د هټۍ وال پښه پرې شوې او ١٤ کلن زوى يې وژل شوى دى.
هغه وويل چې ټپي شوى هټۍ وال په شبرغان کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
له دې وړاندې هم د ګاز ډبو د چاودنو له امله د هېواد په ځينو نورو سيمو کې هم مرګ ژوبلې اوښتې دي.










