تالقان (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د تخار د فرخار ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د دوو مسافر وړونکو موټرو په ټکر کې د ښځو په ګډون ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د کراني په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د اسير د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اووه ښځې او ٥ نارينه ټپيان شوي دي. هغه وويل فلاينکوچ ډوله موټرو هغه مهال له يو بل سره ټکر وکړ چې په مخالف لوري د تالقانو- فرخار پرلاره وو.
هغه د دغه ټکر لامل د سړک د سور کموالى او د چلوونکو بې احتياطي وبلله.
د پېښې ځاى له مرکز تالقانو ٣٥ کيلومتره لرې دى.
اسير وايي چې ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
د تخار د ولايتي روغتون يوه ډاکټر کرام الدين وکيل زاده پژواک ته وويل چې د پېښې ټپيان وروړل شوي خو په دوى کې د پنځو ټپيان حالت نازک وو چې د درملنې په موخه ګاونډي ولايت کندز ته لېږدول شوي دي.