منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او نهه نور ټپيان شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

ترينکوټ ( پژواک، ١ کب ٩٣): د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د دوو ٣٠٣ ډوله موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه او نهه نور ټپيان شول.

د زابل د امنيت امر جيلاني فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په نهه نيمو بجو د شاحسن خېلو په سيمه کې د تونس پيما شرکت د دوو ٣٠٣ ډوله موټرو د ټکر له امله  رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې ټپيان او په پېښه کې د مړو شويو دوو تنو مړي د شاه جوى روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تېرې سلواغې مياشتې په نهمه هم د زابل ولايت د مرکز اړوند په کاکايانو چينې سيمه کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د ياد شوي شرکت ٣٠٣ ډوله موټر له يو ټېلري موټر سره ټکر وکړ،چې له امله يې ٢٢ تنه مړه او ٣٣ نور ټپيان شول.

د تېرې سلواغې مياشتې په ١٧مه د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په عزيزاباد سيمه کې هم  د ٣٠٣ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ٧ تنه مړه او ١٢ نور ټپيان شول.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لويو مسافروړونکو موټرو د ټکرونو او چپه کېدو له امله خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته شوي دي. 