چاريکار (پژواک ٤ کب ٩٣): د سالنګ لويه لار، د درنې واورې ورېدو له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
سالنګ، د کابل او شمالي ولايتونو نښلوونکې لار ده، چې هره ورځ پرې سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر، تګ راتګ کوي.
د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوول جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پرون شپې له نهو بجو راهيسې سخت توپان او واوره پيل شوې، چې تر نن مازيګر پورې دوام لري.
د هغه په وينا، د ډېرې واورې ورېدو له امله، دغه لار تړل شوې ده.
ده زياته کړه، چې ډېرې واورې ته په پام سره او همدارنګه په سوېلي سالنګ کې د لسو واورې ښويېدنو له امله به دغه لار تر راتلونکې چهارشنبې (د کب ٦مه) پورې د نقليه وسايطو پر مخ تړلې وي.
ياد سيمه ييز چارواکي څرګنده کړه، چې دغه کار د مسافرو د خونديتوب لپاره شوى دى.
جنرال رجب وويل، چې په زيانمنو سيمو کې ولاړ موټر خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.
خو پر دې سربېره هغه څرګنده کړه، چې د يادې لويې لارې د وضعيت د ښه کېدو او خطر د نه شتون په صورت کې به، هغه موټر چې د سالنګ ورودي دروازې دواړو لوروو ته ولاړ دي، د تلو راتلو اجازه ورکړي.
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله وويل، چې په دغه لاره کې د ډېرې واورې ورېدو له امله، لسګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر ولاړ دي.
د هغه په وينا، دغه موټر د پېښې د رامنځته کېدو د احتمال له امله د يادې ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې ولاړ دي او سپرلۍ يې د لارې د پرانيستل کېدو په هيله انتظار باسي.










