ايبک(پژواک، ٤ کب ٩٣): د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان په يوه استخراجي تونل کې د ميتان په ګاز د مسموميت له امله څلور کارګر مړه او دوه نور ژوبل شوي.
د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا يوه بجه د شباشک په نامه يوه خپلسري استخراجي سمڅه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې دا پېښه په کان کې دننه د ميتان ګاز د را پيدا کېدو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او دوه ژوبل دي چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د مړو شوو کارګرانو له ډلې يې دوه د دره صوف بالا او دوه نور يې د دايکنډي ولايت اوسېدونکي دي چې د کار لپاره دې ولسوالۍ ته راغلي وو.
ولسوال وويل:((د کانونو چارواکو دوى ته وويل چې دغه سمڅه د ځاني خطرونو په سبب پخوا تړل شوې وه، خو دغه کارګران په خپلسر ور ننوتي وو.))
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې په ١٥مه د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو په يوه استخراجي تونل کې د ميتان ګاز له امله څلور کان کېدونکي مړه شوي وو.
د يادونې ده چې له کلونو راهيسې ځايي خلک په غير فني بڼه له دې کانونو څخه د ډبرو سکاره استخراجوي.










