قلعه نو (پژواک، ٥ کب ٩٣): د هرات او بادغيس تر منځ په “سبزک” کوتل کې شاوخوا ١١٠ تنه او ورسره موټر واورو راګير کړي وو، خو امنيتي ځواکونو وژغورل.
په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سبزک کوتل کې شاوخوا يو متر واوره ورېدلې او څو ځايه واورې ښويېدنې هم شوې دي.
ده وويل چې د ١٥ موټرو ٨٥ تر ٨٨ سپرلۍ د سبزک کوتل هرات لوري ته تېره ورځ له غرمې وروسته له شاوخوا پنځو بجو په واورو او توپان کې راګير شوې وې.
د هغه په وينا، دغه سپرلۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تېره شپه د ملي اردو ځواکونو ژغورلې او کوتل ته څېرمه يې د ملي اردو اډې ته لېږدولې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، ياد موټر تر دې دمه (سهار شاوخوا اته بجې) په سيمه کې پاتې دي، خو د ملي اردو ځواکونه هڅې کوي چې دغه لار له خپلو امکاناتو په ګټې اخيستنې له واورو پاکه او د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
له ژغورل شوو مسافرو عبدالباعث د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته له څلورنيمو بجو د شپې تر اووه نيمو بجو دى او يادې نورې سپرلۍ په واورو او توپان کې راګير وې.
هغه زياته کړه: “له ملي اردو مننه کوم چې موږ يې وژغورلو، که اردو نه واى، دغه کسان ټول د واورو او يخنۍ له امله له منځه تلل.”
دى وايي چې اوس ژغورل شوي ټول کسان د ملي اردو په مرکز کې په ګرمو خونو کې دي او ټولې اړينې اړتياوې يې پوره شوې دي.
دغه راز د سبزک کوتل بادغيس لوري ته هم د اتو موټرو ٢٥ سپرلۍ تېره ورځ له غرمې وروسته له شاوخوا درېيو بجو تر شپږو بجو په وارور کې راګير وې.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدقيوم انګار وايي، چې دغه کسان پوليسو وژغورل او کوتل ته څېرمه يې خپلو پوستو او په لامان سيمه کې هوټلونو ته لېږدولي دي.
خو هغه وايي چې ياد اته موټر تر اوسه (نن شاوخوا اته بجې ) په سيمه کې پاتې دي.
د سراچه موټر چلوونکى عبدالرووف چې موټر يې په سبزک کې پاتې دى او دى د پوليسو په مرسته ژغورل شوى، له پوليسو په تېره بيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت له امره مننه کوي، چې د يادو کسانو په ژغورنه کې يې هڅې کړې دي.
خو دى د بادغيس د فوايد عامې له رياست څخه سر ټکوي او وايي، چې د يادې لارې د پاکولو لپاره يې اړين اقدامات نه دي کړي.
د ده په وينا، د سبزک کوتل له واورو د پاکولو تړون د “مولوي عبدالرزاق” له شرکت سره شوى، خو دغه شرکت ونه شو کړاى چې دغه لار پاکه وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت دوه سکواټرونه تېره ورځ په ياد کوتل کې د واورو په پاکولو بوخت وو، خو لاره يې تر اوسه نه ده پرانيستې.
د فوايد عامې رييس عبدالغفور وايي چې د ياد شرکت مشر يې ورغوښتى و او ژمنه يې کړې، چې ژر به دغه لار پرانيزي.
د ياد شرکت له چارواکو سره مو اړيکه ونه شواى نيولى.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې هم پنځوس تنه چې د اوبو له ګواښ سره مخ وو، د افغان ملي اردو له لوري د الوتکو په وسيله ژغورل شوي دي.
د لغمان ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د لمټۍ د سيمې په کبيله کلي کې څلور کورنۍ چې پنځوس غړي يې وو، د سيند په منځ کې د اوبو د زياتوالي له امله بند پاتې وو.
سرچينې زياته کړې، دغه کسان د لغمان ولايت مقام په سپارښتنه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مشرتابه په لارښوونه د ملي اردو د الوتکو په واسطه د اوبو له خطر څخه وژغورل شول او امن ځای ته ولېږدول شول.
سرچينه کاږي، دغه راز د کابل – جلال اباد لويه لاره، چې نن سهار د درونټې په سيمه کې د غره د ښويېدو له امله بنده شوې وه، د لغمان او ننګرهار د فوايد عامې رياستونو د کارکوونکو په ګډو هلوځلو د ترافيکو پر مخ بيا پرانيستل شوه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا چې ورښت لا هم ډېر زيات دی، نو د لغمان اړوند سيمه کې په لويه لاره په نورو ځايونو کې هم د غره د ښويېدو امکان شته.
له بل لوري، د سمنګان د څو ولسواليو لارې له مرکز ايبک سره د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.
د دې ولايت د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني، پژواک اژانس ته وويل، چې د دره صوف بالا او پايين ولسواليو مواصلاتي لار د مزار شريف او د ايبک ښار په لور بنده شوې ده.
ده زياته کړه، له همدې امله د ډبرو سکرو د لېږدونې چارې هم درول شوې دي.
د همدې ولايت د خرم سارباغ ولسوال حفيظ الله هم وايي، چې د دې ولسوالۍ او روى دواب ولسوالۍ لاره هم د زياتې واورې د ورښت له امله، له مرکز سره تړل شوې ده.










