منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل – جلال اباد لاره خلاصه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٥ کب ٩٣): په درونټه کې له غره د غټ کاڼي ښويېدو له امله د کابل– جلال اباد بنده شوې لويه لار بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د درونټې تونل پورې غاړه د لغمان په ساحه کې د تېرې شپې تر سختو بارانونو وروسته له غره يو غټ کمر سړک ته راښويېدلى و.

نوموړى وايي چې د ننګرهار او لغمان د فوايد عامې د رياستونو کارکوونکو د سړک د پرانيستلو لپاره هلې ځلې پيل کړې  او تر اتو ساعتونو وروسته پر دې وتوانېدل چې لاره خلاصه کړي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي  پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو يو ټيم هم سيمې ته د مرستو لپاره رسېدلى و.

دى وايي چې ډېرى موټر د لغمان د قرغيو ولسوالۍ له لارې جلال اباد ته  لاړل  خو سلګونه موټر په عزيز خان کڅ کې د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړ وو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم د لارې د خلاصېدو خبر ورکړ.

د محب الله په نوم د يوه کرولا موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې کاڼى په هماغه ځاى کې ښويېدلى چې تېر کال  راښويېدلى و.

دى وايي چې ډېرى موټر په سيمه کې بند پاتې دي چې په کې ښځې ماشومان او ناروغان هم شامل و.