کابل (پژواک ٥ کب ٩٣): د فوايد عامې وزارت وايي، د درنې واورې ورېدو له امله د سالنګ لويې لارې له بندېدو پرته د هېواد نورې ټولې لارې د ترافيکو پر مخ پرانيستې او مسافر بايد د خطر پر مهال له سختو لارو تګ راتګ ونه کړي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست انجنير نورګل منګل، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په شمالي او سوېلي سالنګونو کې د واورې ورښت له تېرو دوو ورځو راهيسې دوام لري او د لويو واورو ښويېدنو رامنځته کېدل امکان لري؛ له همدې امله سالنګونه د ترافيکو پرمخ تړل شوي دي.
هغه زياته کړه، د فوايد عامه وزارت هېڅکله هم نه غواړي چې نښلوونکې لارې دې بندې شي، د دغه وزارت دنده د لارو پرانيستنه ده؛ خو ځينې وختونه د طبيعي پېښو، د سړکونو د بيارغونې او د لارو د پرانيستو پر مهال دا ډول ستونزې رامنځته کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سالنګونو د ساتنې امر جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سالنګ لويه لار له پرون سهار راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې او امکان لري چې سبا پرانيستل شي.
هغه زياته کړه، چې د سالنګونو په زيانمنو سيمو کې مسافر وړونکي موټر نشته او د يادې لارې د پرانيستلو لپاره دوى خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.
سالنګ، د کابل او د هېواد د ٩ شمالي او شمال ختيځو ولايتونو تر منځ مهمه لار بلل کېږي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست وايي: “موږ سږ کال له هغو پېښو چې تېر وختونه په سالنګونو کې رامنځته شوې، عبرت اخيستى، داسې ټيمونه مو رامنځته کړي چې دوى په ايټاليا کې روزنه تر لاسه کړې او په سالنګونو کې وسايل هم لګول شوي، چې د واورو ښويېدنو وړاندوينه کوي او د شتون پر مهال ټولې لارې بندوو.”
پنځه کاله وړاندې په سالنګونو کې د واورې ښويېدو له امله د مسافرو لسګونه موټر له واورو لاندې شوي وو، چې په پايله کې يې ١٧٠ تنو ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا سل کسان نور په کې ټپيان شول.
بلخوا د فوايد عامې وزارت سرپرست وايي، چې پرون شپه د يوه غټ کاڼي د ښويېدو له امله د ماهيپر له لارې د ننګرهار لار وتړل شوه، پرون د شپې له دوو بجو راهيسې پرې کار روان و، چې نن له غرمې وړاندې د فوايد عامه وزارت د کارکوونکو له لوري پرانيستل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د هېواد په کچه له ٣٠٠ څخه زيات کوتلونه شتون لري، چې شاوخوا ٣٢ يې ډېر حساس دي، چې لويې لارې پرې تېرې شوې او دوى غواړي، چې مسافر يې خطرونو ته پام وکړي.
منګل وويل: “زموږ د خبر ورکولو موخه د هغو مسافرينو لپاره ده، چې هغه وخت چې سېلاب راځي او يا واوره ښويېدنه رامنځته کېږي، نو له دغو سختو لارو دې تګ راتګ نه کوي او په سيمه کې بايد زموږ د کارکوونکو او همکارانو لارښوونو ته غوږ ونيسي.”
د ويلو ده چې پرون شپه د باميانو ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د غېږې د يوه ماشوم په ګډون څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
په وروستيو دوو ورځو کې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د کوتل په اوږدو کې د واورې ورېدو او توپان له امله، يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړى او همدارنګه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوه کور د راغورځېدو له امله يوه تن ژوند له لاسه ورکړى او څلور نور په کې ټپيان شوي دي.










