منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

تخار او پروان کې د واورې ښويېدو له امله ١٥ تنه مړه شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

چاريکار (پژواک ٦ کب ٩٣): د پروان او تخار ولايتونو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د يادو دوه ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورو ښويېدو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ١٥ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه واورې ښويېدنې د وروستيو دوه ورځو ورښتونو له امله رامنځته شوې دي.

 هغه وويل: ” د لومړنيو راپورونو له مخې، پنځه کسان د سياه ګرد ولسوالۍ په سيغان سيمه کې، د يوې کورنۍ درې غړي د شينوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې، دوه کسان د سالنګ ولسوالۍ په کولامي دره کې او دوه تنو  هم په چاريکارو ښار کې ژوند له لاسه ورکړى دى.”

 شاهد زياته کړه، چې دغو کسانو د واورې ښوييدو له امله په کورونو کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د شينوارو ولسوالۍ د کفشان درې يوه اوسېدونکي سيد عالم پژواک ته وويل، په دغې ولسوالۍ کې چې کومو کسانو د واورې ښويېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى، ګاونډيان يې دي.

 هغه زياته کړه: ” زموږ په ګاونډ کې يوه کورنۍ د واورې ښويېدو له امله ټوله له منځه تللې، موږ لاړو او درى کسان مو وژغورل، خو درې نور چې يوه ښځه، يو ماشوم او بل سړى و، مړه شوي وو.”

 پروان کې د وروستيو دوه ورځو درنې واورې له امله د خلکو له مرګ ژوبلې په داسې حال کې خبر ورکول کېږي، چې د دغه ولايت د مرستيال د معلوماتو له مخې، اوسمهال د پروان د مرکز او ولسواليو تر منځ ډېرى نښلوونکې لارې د ډېرې واورې له امله تړل شوې دي.

 دغه سيمه ييز چارواکي زياته کړه، چې د لارې د پرانيستلو او له هغو خلکو سره د مرستې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

 د پروان له ګاونډي ولايت پنجشېر څخه تر لاسه شوي تازه معلومات ښيي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د واورې ښويېدو له امله ١٠٦ کسان تر واورو لاندې شوي وو، چې له ډلې يې تر اوسه پورې ٧٢ کسانو ژوند له لاسه ورکړى، ١٧ لادرکه او ١٧ نور ژغورل شوي، چې د ژغورل شويو کسانو له ډلې يې لس کسان ټپيان شوي دي.

 د يو بل  خبر له مخې، د تخار ولايت په بنګي او بهارک ولسواليو کې د واورې د ورښت له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه مور له خپلې ١٦ کلنې لور سره يو ځاى د بنګي  ولسوالۍ د زماني جان په کلي کې په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړى ، چې د کوټې چت يې د سختې واورې ورېدو له امله پرې راغورځېدلى دى.

 هغه همدارنګه وويل، چې د بهارک ولسوالۍ په سرانه سيمه کې د دېوال غورځېدو له امله هم يو تن ژوند له لاسه ورکړى دى.

 تيمور زياته کړه، چې په وروستيو دوه ورځو کې د واورې ډېر ورښت د لارو د بندښت سربېره د يادو دوه ولسواليو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

 هغه وويل، چې د دغه ولايت سيمه ييزې ادارې له کورنيو او بهرنيو مرسته کوونکو ادارو سره يو ځاى هڅې پيل کړې، څو زيانمنو او اړو کورنيو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي.